د هندوستان په ګجرات کښې سختو بارانونو ۹۹ کسان وژلي دي
(last modified Tue, 27 Aug 2024 08:49:10 GMT )
Aug 27, 2024 13:19 Asia/Kabul
  • د هندوستان په ګجرات کښې سختو بارانونو ۹۹ کسان وژلي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د هندوستان په ګجرات صوبې کښې د سختو او د تیزو بارانونو له کبله ژوند ګډوډ شوی او له کبله یې نهه نوي کسان وژل شوي هم دي.

بارانونو د هندوستان ، کچ ، جام نګر، پوربندر او راجکوټ سیمو ته زیات تاوانونه رسولي دي چیرې چې د سختو بارانونو له کبله ښوونځي تړل شوي او بریښنا هم غوڅه شوي ده.

راپورونه وايي چې د هندوستان په ګجرات صوبې کښې بارانونه دوام لري او نن هم د سخت باران د وریدا امکان شته.

د سختو بارانونو له کبله د هندوستان د ګجرات صوبې په ډیرو کلیو کښې سیلابونه راغلي دي او په ځینو سیمو کښې خلک محفوظو ځایونو ته انتقال کړې شوي دي.

د هندوستان په ګجرات صوبې کښې د روان کال د مون سون موسم  د سختو  بارانونو له کبله تراوسه نهه نوي کسان وژل شوي دي.

 

ټیګونه