هند افغانستان ته د خپلو کرهڼیزو محصولاتو صادرات کموي
Jun 16, 2025 10:52 Asia/Kabul
هندي رسنۍ راپور ورکوي چې ښایي په ۲۰۲۶ مالي کال کې، هند افغانستان ته د خپلو کرنیزو محصولاتو صادرات کم کړي.
هندي رسنۍ راپور ورکوي چې ښایي په ۲۰۲۶ مالي کال کې، هند افغانستان ته د خپلو کرنیزو محصولاتو صادرات کم کړي.
په راپورونو کې ویل شوي چې د هند له لوري افغانستان ته د کرنیزو محصولاتو صادرات، چې د طالبانو د حکومت د رسمیت نه پېژندنې سربېره هم دوام درلود، کېدای شي سږ کال د پاکستان له لارې د بندېدو او د ایران له لارې د احتمالي بندېدو له امله نور هم راکم شي.
د هندي رسنیو له لوري خپرې شوې شمېرې ښيي چې هند افغانستان ته خپل صادرات په ۲۰۲۵ مالي کال کې هم د تېر ۲۰۲۴ کال پرتله له ۲۰ سلنې زیات راکم کړي دي.
دا خبر داسې مهال خپرېږي، چې په افغانستان کې په زیات شمېر خلک له ناچارۍ سره لاس او ګریوان دي.
ټیګونه