امریکایي سناتور: اوکراین د ټریلیونو ډالرو په کچه معدني مواد لري.
پارس ټوډی – امریکايي سناتور لینډسي ګراهام ومنله چې هېواد یې د اوکریان د سرچینو په لالچ کې دی.
امریکايي سناتور لینډسي ګراهام وایي، واشنګټن د اوکراین طبیعي زیرمو ته اړتیا لري او هېواد یې باید له دغه هیواد سره پوځي مرستې وکړي، ترڅو کیف وکولای شي، له روسیې څخه جګړه وګټي.
د پارس ټوډی د خبر له مخې؛ "ګراهام" ټینګار وکړ چې اوکراینیان د یو تریلیون ډالرو په ارزښت د معدنونو ذخیرې لري چې د امریکا اقتصاد لپاره خورا ګټورې تمامېدلی شي.
د سویلي کارولینا ایالت جمهوري غوښتونکي سناتور "ګراهام" په پرلپسې ډول د اوکراینیانو په لاس کې سرچینې د متحده ایالاتو لپاره د یوې مهمې شتمنۍ په توګه معرفي کړې.
څو ورځې وړاندې د امريکا د دفاع وزير لويډ آسټن هم ټينګار وکړ چې کيف بايد خپل پوځي تجهيزات زيات کړي او په وینا یې امريکا له تېر جون راهيسې له اوکراين سره څلور ميليارده ډالره پوځي مرسته کړې ده.
ډیری نړیوال کارپوهان واشنګټن د یو لوی ایتلاف اصلي لوبغاړی ګڼي چې غواړي د جګړې ډګر ته د وسلو په داخلولو سره په اوکراین کې د جګړې کړکیچ زیات کړي ترڅو تر نامعلوم راتلونکي پورې دوام ولري.
د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۲مه په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې، هر ځل چې د سولې خبرې شوي، امریکايي چارواکو دا مساله راپورته کړې چې ښايي جګړه نوره هم وغځېږي او نړۍ باید داسې جګړې ته چمتو شي چې کلونه کلونه دوام وکړي.