ایا د هریس بریا به د دریمې نړۍ په ګټه وې؟
(last modified Thu, 19 Sep 2024 09:06:34 GMT )
Sep 19, 2024 13:36 Asia/Kabul
  • ایا د هریس بریا به د دریمې نړۍ په ګټه وې؟

پارس‌تودی- د امریکا دواړو ګوندونو هم ډیموکرات او هم جمهوري پال د امریکایي امپریالیزم له ودې سره ګروهنه درلودلې او د امریکا د اقتصادي ولکې د دوام لپاره له فوځي ځواک څخه کار اخیستي دي.

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په نژدې کېدو سره، د دریمې نړۍ اکثره مخکښو هیوادونو تر فشار لاندې دي چي له کامالا هریس څخه د ملاتړ په موخه غږ اوچت کړي. د پارس تودی له راپور سره سم، په رسندویې ډګر کې هم یوه ځانګړې کړۍ دا بحث مطرح کوي چي د هریس ټاکنه کولایشي په امریکا کې د ډیموکراسۍ او د دریمې نړۍ په ګټه وي.

د دغه ملاتړ د دلیل په هکله ویل کیږي چي ټرامپ د امریکا د ډیموکراسۍ او د دریمې نړۍ د ګټو لپاره یو ګواښ دی. شاید دا د امریکا د کورنیو ګټو په هکله حقیقت ولري لیکن دا چي د هریس بریا د دریمې نړۍ د هیوادونو په ګټه ده، دا باید وڅېړل شي.

دواړه ګوندونه هم ډیموکرات او هم جمهوري پال د امریکا د امپریالیزم له ودې سره لېولتیا درلودلې او د امریکا د اقتصادي ولکې د ساتلو لپاره له فوځي ځواکه کار اخیستي دي. دواړه ګوندونه د رسالتي ډیموکراسۍ له نظریې څخه د امپریالیزم د پراختیا لپاره کار واخیسته، لکه څنګه چي په افغانستان او عراق باندې په یرغل کې ولېدل.

د مثال په توګه، په ۲۰۰۲ میلادي کال کې ډیموکراټ سناټورانو هم په عراق باندې له یرغل سره، موافقه وکړه، ډیموکراټان د جمهوري پالو په وړاندې اکثره د څو اړخیز پالنې د دریځ تعقیبونه یې کوله او د یوه اړخیز اقدام په ځای، کوښښ کول چي د ملګرو ملتونو او د ناټو ملاتړ تر لاسه کړي. لیکن دغه توپیرونه اکثره سطحې و او په دریمې نړۍ باندې یې اثرات د دواړو طریقو دا یو شان وو.

د جمهوري پالو لوی خروج په وروستیو میاشتو کې یوه په زړه پورې پېښه وه، ګڼ شمېر جمهوري پال سیاستوال له ډیموکراتانو څخه پلویتوب ته مخه کړې ده چي له ټولو مشهورو څېرو څخه یې یوه، ډیک چني او لور یې لیز چني ده.

خو دغه دواړه جمهوري پالې څېرې په مینځني ختیځ کې د جنګ پلویان پاته شوې دي. د ډیموکراټانو له نومانده د جمهوري پالو د ملاتړ دلیل دا دی چي جمهوري پالان نور په ټرامپ باندې باور نه لري. ځکه چي هغه لوېدیځ متحدینو سره، بد چلند کوي او له هوکړو څخه ووځي او په بهرني سیاست کې د امریکا سنتي اصولو باندې ژمن نه دی.  په مقابل کې ، د بایډن حکومت او هریس اوس یرغلیز او فوځي سیاستونه غوره کړي دي.

بایډن له اسرائیلو څخه د بشپړه ملاتړ سیاست ته یې دوام ورکړی او د ټرامپ له لورې د ناټو د کمزوري کولو نه وروسته، د هغه د پیاوړي کولو هڅه کړې ده. همداشان بایډن د چین د محاصرې لپاره داسي اقدامات تر سره کړي چي له دې مخکې یې مخینه درلودلې نه ده. دغه سیاستونه د جورج بوش له سیاستونو سره ورته ده، هغه هم د روسیې د منزوي کولو او د چین د کنټرول هڅه کوله. په حقیقت کې د امپراتوری دوې طریقې له یو بل سره په ټکر کې دي، چي په راتلونکې ټاکنو کې له یو بل سره سیالي کوي.

یوه طریقه یا یو سیاست چي د امریکا سنتی سیاست دی او د جمهوري پالو او د ډیموکراټانو له خوا عملي کیږي دا دی چي غواړي د نړیوال سرمایه داری او څو اړخیزو فوځي تړونونو له لارې په نړۍ باندې د امریکا ولکه جاري وساتي.

بله طریقه یا سیاست بیا د ټرامپ هغې دی. هغه په داسي سیاست باندې تمرکز لري چي په کښې امریکا لومړیتوب لري او له نړۍ څخه انزوا په لورې ځي. دغه نظریه کې د امریکا په داخلي چارو تمرکز کیږي او ظرفیتونه یې بهر لپاره نه استعمالیږي او نړیوالې لاسوهنې کمیږي. خو په هممهاله توګه د دې نظریې په بنیاد په ځینو برخو کې فوځي او یرغلیز سیاستونه غوره کیږي.

خو د امریکې د نوماندانو دغه دواړه سیاستونه د دریمې نړۍ لپاره زیانمن سیاستونه دي. په داسي حال کې چي ډیموکراټانو د خپلو امپریالیستي سیاستونو د دوام په لټه کې دي خو د ټرامپ د سیاست په بنیاد بیا دریمه نړۍ په خپل سر پرېښودل کیږي.