د امریکا د کالیفرنیا پوهنتون جرړه استعماري سیاستونه دي
پارس ټوډې سایټ راپور راکړی د عدلیې وکیل او د ایکس ټولنیز اینټرسایټ فعال «لورا پال» په یوه پیغام کښې د امریکا د کالیفرنیا پوهنتون په بنسټ کیښودلو کښې د استعمار رول ته اشاره وکړه.
د ایکس ټولنیز سایټ فعال او د عدلیې وکیل لورا پال په یو سي ایل ای (ucla) پوهنتون کښې د معترضانو د یوه ویاند په قول ولیکل : د معترضانو نهايي هدف له اسرائیلو څخه د پانګونې له ختمولو ورهاخوا دی.ف
هغه زیاته کړه دې ته په پام سره چې د امریکا کالیفرنیا پوهنتون د استعمار پربنسټ جوړ شوی دی دغه پوهنتون ذاتا له تاوتریخوالي څخه ډک دی.
دغه ویاند دلیل وړاندې کړ چې د امریکا د کالیفرنیا پوهنتون سیسټم له خارجي جنګونو او د داخلي پولیسو له تاوتریخوالي سره مرتبط دی دغو مسائیلو ته د پام غوښتنه یې وکړه.
لورا پاول خبرداری ورکړ دغه اعتراضونه د امریکا په ارګانونو باندې د اساسي نیوکې هڅه کوي او په دې زمینه کښې د فلسطین ملاتړ یوازی یو لومړنی ګام ګڼل کیږي.