اسپانيا اسرائيلي رژيم ته د امريکايي وسلو د ليږد مخه ونيوله
(last modified Sat, 09 Nov 2024 10:24:51 GMT )
Nov 09, 2024 14:54 Asia/Kabul
  • اسپانيا اسرائيلي رژيم ته د امريکايي وسلو د ليږد مخه ونيوله

پارس ټو ډی - اسپانیا دوو امریکايي بېړیو ته ځکه اجازه ورنه کړه چې د صهیونیسټانو لپاره یی وسلې لېږدولی.

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې اعلان وکړ: د «مارسک ډینور» (Maersk Denver) کښتۍ چې د اکتوبر په ۳۱ نیټه له نیویارک ه ووتله او « (Maersk Seletar)  هم چې  د نومبر په ۴ له نیویارک د نیواکي فلسطیني سیمو په لور روانې شوې   په اسپانیا کې باید ونه دریږي .

پارس ټو ډی د مهر خبری آژانس له قوله راپور ورکړ ، د هسپانیې د پارلمان غړی«انریکه سانتیاګو» مخکې له دې د دغه هیواد له لوی څارنوال څ غوښتنه کړې وه، چې د روانې میاشتې په نهمه او ۱۴  نیټه د امریکا د دوو بار وړونکو بیړیو د رسیدو موضوع په نظر کښې ونیسی چې د اسپانیا د الجیسیراس بندر تیریږي  ، باید تدابیر ونیسي.

په همدې حال کې د اسپانیا د دفاع وزارت د نومبر په لومړۍ نېټه په یوه بیانیه کښې په فلسطین او لبنان کښې د سولې لپاره د دغه هېواد ژمنې او د نړیوالو قوانینو د رعایتولو په اړه د هسپانیا د حکومت ژمنې ته په اشارې سره وویل: د اسرائیلو رژیم  پوځي شرکتونه د مادرید د ۲۰۲۵ کال په پوځي نندارتون کښې له ګډون منع دي.

 

کلیدي ټکي : د اسراییل او  غزې جګړه، د اسراییلو لپاره د امریکا ملاتړ، اسراییلو ته د امریکا د وسلو صادرات، د میډریډ 2025 نظامي نندارتون.