د سوئیس سفیره؛ په ایران کې طبي پرمختګ ډير ستایونکی دی
پارس ټوډې – د ایران د طبی او روغتیائي چارو وزیر د طبي علومو په زمینې کې له سویس سره دګډو ملګرتیاؤ د پراختیا هرکلی وکړ.
د ایران د روغتیائي اوطبي چارو وزیر محمد رضا ظفرقندي په تهران کې د سویس له سفیرې نادین الیویري لوزانو سره په کتنې کې ددواړو هیوادونو ترمنیخ د ملګرتیاؤ د زمینو پراختیا ته په اشارې سره ووئيل؛ له تیر پړاوه د ایران او سوئیس ترمینځ علمي او پوهنتوني ارتباطات شته دي او دواړه هیوادونه، په علمي وبینارونو،کنفرانسونو،سمینارونو او طبي علومو په زمینی کې ګډې ملګرتیاوې درلودلی شي.
پارس ټوډې راپور ورکوي،د ایران د روغتیائي او طبی چارو وزیر په دوام کې د ایران او سوئيس د ګډ کاری میز جوړیدا، د خنډونو لیریکیدا او د کارپیژندنې دارزونې ضروري وبلله او زیاته ئې کړه؛ ایران وړاندیز کوي چې دې ځل ددواړو هیوادونو داقتاصدي کمیشن دوهمه ناسته په تهران کې ترسره شي او تخنیکي او اجرائي مسئلې پکې وارزول شي.
په تهران کې د سوئیس سفیرې نادین الیویري لوزانو هم په دې کتنې کې ددې خبرې په کولو سره چې په سوئيس کې د هغې د اوږئ عمل یا اپریشن یوه ایراني ډاکټر کړی دی ،ووئيل؛زما د سترګو ډاکټر هم یو ایرانی دی او مونږ په بېلابیلو برخو کې داسې ډیر تکړه ډاکټران لرو چې ایراني دي او مونږ له ایران سره په دې برخه کې د علمي اړیکو د پراختیا غوښتونکي یو.
لوزانو په میډیکل سائنسز حوزې کې د ایران پرمختګونه د ستاینې وړ بللو سره ووئيل، په ایران کې د میډیکل حوزې او طبي علومو د پوهنتونونو سویه او کیفیّت ډير د ستاینې وړ دی او په سوئیس کې ایراني ډاکټران هم ډیر بریالي دي او له هغوي سره ملګرتیا به ددواړو هیوادونو ترمینځ دعلمي اړیکو د پراختیا یو چورلیز وي.
په تهران کې د سوئیس سفیرې همداراز له ایران سره د روغتیا اوس لامتیا په حوزې کې د ملګرتیا د پراختیا لپاره د سوئیس د دلچسپئ خبر ورکړ او وې وئيل؛ په ایران کې د سویئس د شرکتونو په وړاندې د مشکلاتو ختملو کیفیّت لرونکو محصولاتو ته د خلکو لاس رسی آسانولی شي.
د ایران او سوئیس ترمینځ دتجارتي او سیاسی اړیکو مخینه څه دپاسه یوې نیمې پيړئ ته ورګرځي.