د امریکا او داعش پخپلو کې نوی تعامل جوړوي
(last modified Sun, 29 Dec 2024 10:44:15 GMT )
Dec 29, 2024 15:14 Asia/Kabul
  • د امریکا او داعش پخپلو کې نوی تعامل جوړوي

پارس  ټوډې – خبری سرچینو د داعش تکفری ترهه ګر تشکیلاتو په ملاتړ سره  د سورئې په خاورې کې د امریکائي پوځیانو د خوځښتونو خبر ورکړی دی.

د  عراق المعلومه خبری آژانس  نن سهار راپور ورکړی چې د امریکا د پوځيانو کاروان د داعش ترهه ګرو د تشکیلاتو په ملاتړ سره  د سورئې په ختیځ کې  ددیرالزور د صحرا دننه تر څلویښتو کلومیټرو پورې  پرمخ تللی  دی.

پارس ټوډې  راپور ورکړی  دی،د امریکا په دیارلسو پوځي ګاډو مشتمل  د امریکائي پوځيانو کاروان له دې پرته چې د داعش له غلچکیو حملو سره  مخ شي،چې په دیرالزور صحرا کې  خوارۀ وارۀ دي، په دغې سیمې کې پرمخ تللي دي.

د امریکائي پوځیانو دکاروان حرکت  د داعش وګړو ترڅنګ په  داسې حال کې  شوی چې حتی په دوي کې د یوې میرمئ رد و بدل هم نه دی شوی .داپه داسې حال کې دي چې  په تیرو دوو  اونیو کې  په  سورئې کې ددغه هیواد په لسګونو پوځیان   تښتول شوي اوپانسي شوي دي ، خ و د امریکائي پوځيانو کاروان  د داعش په شنې اشارې سره  په آسانۍ سره  د سورئې په مختلفو سیمو کې تګ راتګ کوي.

د سورئې سرچینو له دې مخکې ددې خبرې په کولو سره چې   په دغه هیواد کې د حقایقو نوی فیصدي برخه  په ډله ایزو رسندویو کې نه خپریږي، وئيلي دي ،په سورئې کې په تیره بیا ددغه هیواد په ساحلي سیمو کې د ترهه ګرو عناصرو له خوا د لږکیو په ضد تیري  نور هم سخت شوي دي. په همدې اساس  مهر خبری آژانس  د المعلومه  له قوله  راپور ورکړی دی، په سورئې  کې په هرو لسو  دقیقو کې  د برمته ګرئ، ترور  او یا لوټ مار  لپاره  یوه حمله  کیږي.  تر اوسه پورې  په دغه هیواد کې څو اعتراضیه مظاهرې او غونډې  شوي دي او داسې ښکاري  په سورئې کې  په  په راتلونکو شپو ورځو کې  د الجولاني عناصرو دتیریو په سیوري کې ولسی  غوسه نوره هم زیاته شي.