له برازیل څخه صهیونیسټي سرتیری وتښتیده
Jan 06, 2025 02:34 Asia/Kabul
تهران راډیو ـ وروسته له هغې چې په برازیل کې محکمې د صهیونیسټي سرتیري څخه د تحقیقاتو حکم وکړه، هغه له برازیل څخه په تېښته بریالی شوی دی.
د را پورونو له مخې؛ د برازيل يوې محکمې د دغه هېواد پوليسو ته امر کړی، چې د غزې په تړانګه کې د جنګي جرمونو په تور دغه هېواد ته د سفر په ترڅ کې د يوه صهيونيستي سرتيري په اړه پلټنې وکړي.
د را پورونو له مخې؛ مخکې تر دې چې له نوموړي څخه پلټنې ترسره شي، دغه سرتېری له برازيل څخه په تېښته بريالی شوی او دا مهال بېرته اشغال شویو سیمو ته د ستنیدو په حال کې دی.
ټیګونه