له برازیل څخه صهیونیسټي سرتیری وتښتیده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i155984-له_برازیل_څخه_صهیونیسټي_سرتیری_وتښتیده
تهران راډیو ـ  وروسته له هغې چې په برازیل کې محکمې د صهیونیسټي سرتیري څخه د تحقیقاتو حکم وکړه، هغه له برازیل څخه په تېښته بریالی شوی دی.
(last modified 2025-01-05T22:05:37+00:00 )
Jan 06, 2025 02:34 Asia/Kabul
  • له برازیل څخه صهیونیسټي سرتیری وتښتیده

تهران راډیو ـ  وروسته له هغې چې په برازیل کې محکمې د صهیونیسټي سرتیري څخه د تحقیقاتو حکم وکړه، هغه له برازیل څخه په تېښته بریالی شوی دی.

د را پورونو له مخې؛ د برازيل يوې محکمې د دغه هېواد پوليسو ته امر کړی، چې د غزې په تړانګه کې د جنګي جرمونو په تور دغه هېواد ته د سفر په ترڅ کې د يوه صهيونيستي سرتيري په اړه پلټنې وکړي.

د را پورونو له مخې؛ مخکې تر دې چې له نوموړي څخه پلټنې ترسره شي، دغه سرتېری له برازيل څخه په تېښته بريالی شوی او دا مهال بېرته اشغال شویو سیمو ته د ستنیدو په حال کې دی.