رینا امیري دنده پرېښوده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i156540-رینا_امیري_دنده_پرېښوده
تهران راډیو ـ د افغانستان د ښځو له حقوقو د ملاتړ لپاره د امریکې ځانګړې استازې خپله  دنده پریښودله
(last modified 2025-01-20T05:38:07+00:00 )
Jan 20, 2025 10:07 Asia/Kabul
  • رینا امیري دنده پرېښوده

تهران راډیو ـ د افغانستان د ښځو له حقوقو د ملاتړ لپاره د امریکې ځانګړې استازې خپله  دنده پریښودله

په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې، رینا امیري، نن دوشنبه په ایکس ټولنیز شبکه کې د  یو پیغام په خپرولو سره د خپلې دندې د پریښودو اعلان وکړ.

هغې په دې پیغام کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره د دوامداره هڅو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د طالبانو د حساب ورکولو لپاره ډیر کار ته اړتیا ده.

امیري، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو او د جمهوریت له نسکوریدو وروسته د دې هیواد لپاره د امریکې د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوې وه، په دې پیغام کې د بشري حقونو په برخه کې ننګونو ته هم اشاره کړې.

هغې لیکلي: "تر ټولو مهمه دا چې مونږ باید دې ته د طالبانو د قانع کولو لپاره کار جاري وساتو چې هغه احکام لغو کړي کوم چې ښځې او نجونې یې له واک اختیار، تحرک، زده کړې، معیشت، غږ پورته کولو او ژغورونکو طبي موسسو ته له لاسرسۍ بې برخې کړې دي.