په افغانستان کې د امریکا نفوذ دوام لري
د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسمو په څنډه کې سرګئي لاوروف ټینګار وکړ چې متحده ایالاتو افغانستان نه دی هېر کړی او هڅه کوي چې خپل پوځي تجهیزات له دغه هیواد څخه وباسي.
که څه هم ډونالډ ټرمپ د خپلې لوړې په مراسمو کې د افغانستان موضوع یاده نه کړه، خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په یوه بیان کې چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت له خوا نقل شوی، ویلي چې متحده ایالات د افغانستان مسئلې ته پاملرنه کوي او هڅه کوي چې له خپلو ځواکونو څخه پاتې شوي پوځي تجهیزات بیرته واخلي.
لاوروف دا هم وویل چې د امریکا نوی حکومت په افغانستان کې د خپل نفوذ د ساتلو هڅه کوي.
دا څرګندونې په داسې حال کښې کیږي چې ټرمپ په خپلې انتخاباتي وینا کښې له افغانستانه د وتنې په پروګرام باندې نیوکه وکړه او له طالبانو سره د پاتې وسلو په بیرته اخیستو یې ټینګار وکړ.
ټرمپ د خپلې لوړې له مراسمو مخکښې په وروستۍ وینا کښې د جوبایډن د حکومت غړي په ناپوهۍ او بې کفایتۍ تورن کړل او ویې ویل چې دغه کسان لامل شوي چې پوځي مهمات د دښمن لاس ته ولویږي.