ونزوئلا :امریکا د اقتصادي بایکاټونو د لګولو له سیاست څخه هیڅ نتیجې ته نه رسیږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i158386-ونزوئلا_امریکا_د_اقتصادي_بایکاټونو_د_لګولو_له_سیاست_څخه_هیڅ_نتیجې_ته_نه_رسیږي
پارس ټوډی – د ونزوئلا حکومت په یوې خبر پاڼه کښې د کاراکاس د تیلو او د ګازو د اخیستونکو هیوادونو پرضد د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د نویو ګواښونو په غندلو سره ټینګار وکړ: د ونزوئلا لاره روښانه ده او هیڅ شی او هیڅوک به زمونږ مخه ونشي نیولای.
(last modified 2025-03-25T10:59:02+00:00 )
Mar 25, 2025 13:38 Asia/Kabul
  • ونزوئلا :امریکا د اقتصادي بایکاټونو د لګولو له سیاست څخه هیڅ نتیجې ته نه رسیږي

پارس ټوډی – د ونزوئلا حکومت په یوې خبر پاڼه کښې د کاراکاس د تیلو او د ګازو د اخیستونکو هیوادونو پرضد د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د نویو ګواښونو په غندلو سره ټینګار وکړ: د ونزوئلا لاره روښانه ده او هیڅ شی او هیڅوک به زمونږ مخه ونشي نیولای.

د ونزوئلا حکومت په یوې خبر پاڼه کښې  د کاراکاس د ګازو او د تیلو د پیرودونکو هیوادونو پرضد د امریکا د ولسمشر ټرامپ نویو ګواښونو ته غبرګون وښود.

پارس ټوډی سایټ د ایرنا خبري اژانس په قول وویل د ونزوئلا د حکومت په بیانیې کښې ویل شوي دي: د هر هغه هیواد پرضد چې له کاراکاس سره د تیلو او د ګازو په زمینه کښې تجارت کوي د پینځویشت فیصده تعرفو او مالیاتو د لګولو په هکله د امریکا د ولسمشر ټرامپ فیصله یو غیر قانوني او خپل سره اقدام دی کوم چې د استیصال او لالهاندۍ له کبله غوره شوي او نوموړي پریکړه دغه حقیقت روښانه کوي هغه ټول بایکاټونه چې مخکې د ونزوئلا پرضد لګول شوي وو له پریکنده ماتي سره مخامخ شوي دي.

د ونزوئلا حکومت په دغه بیانیې کښې زیاتوي: واشنګټن د کاراکاس پرضد اقتصادي بایکاټونه کوم چې په ښکاره د نړیوال تجارت د قوانینو خلاف ورزۍ ده د ونزوئلا د خلکو په ګونډو کولو په هیله په اجنډا کښې شامل کړي دي خو دغه بندیزونه د تل په شان د اقتصادي بایکاټونو د لګولو د  سیاست  په شان هیڅ نتیجه نه ورکوي او دغه لاره چاره به د تیر وخت په شان له ماتي سره مخامخ شي.

د ونزوئلا  د حکومت په بیانیې کښې ویل شوي دي:امریکا ماتي وخوړله ځکه چې ونزوئلا یو خپلواکه هیواد دی او خلکو یې په عزت سره مقاومت کړی دی او له بلې خوا مونږ په داسې پړاو کښې یوو چې د نړۍ هیوادونه به نور هیڅ ډول اقتصادي دیکتاتورۍ ته تسلیم نشي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ مخکې په دې خبرې سره چې د روان میلادي کال د اپریل د میاشتې له دوهمې نیټې څخه به په ونزوئلا نورې تعرفي هم ولګوي نورو هیوادونو ته یې هم ګواښ وکړ چې له ونزوئلا څخه د ګازو او د تیلو د اخیستلو په بڼه کښې باید  امریکا ته پینځویشت فیصده مالیات او عوارض ورکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په تیرې دوشنبې ورځ په خپل ټولنیز اینټرنیټ «تروت سوشل» کښې  بیا وویل چې واشنګټن به په ونزوئلا نورې تعرفې ولګوي.