د مایکروسافټ او اسرائیلي رژیم د جاسوسۍ همکارۍ پټ اړخونه
(last modified Mon, 07 Apr 2025 01:07:33 GMT )
Apr 07, 2025 05:37 Asia/Kabul
  • د مایکروسافټ او اسرائیلي رژیم د جاسوسۍ همکارۍ پټ اړخونه

پارس ټودي - یوه فلسطیني خبري اژانس د مایکروسافټ او تل ابیب ترمنځ د جاسوسۍ همکارۍ په اړه د موجوده استخباراتي راپورونو په اړه څېړنه کړې او د دې همکارۍ کچه یې له تمې هاخوا بللې ده.

د پارس تودي د راپور له مخې، چې د مهر خبري اژانس په حواله یې ورکړی، وایي، د مایکروسافټ شرکت له داخلي اسنادو څخه راوتلي معلومات ښيي چې دا شرکت د اسرائیلي رژیم لپاره د جاسوسۍ معلوماتو اصلي سرچینه ده او د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې نیټې څخه د غزې د نسل‌وژنې له پیل راهیسې، دې رژیم ته یې خپل ملاتړ بې‌ساري کچې ته رسولی دی.

د «دراپ سایت نیوز» ویب‌پاڼې له خوا خپرو شویو اسنادو له مخې، اسرائیلي رژیم د مایکروسافټ په نړۍ کې یو له سترو شریکانو څخه دی او د غزې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه د دواړو لورو ترمنځ د انجنیري او استخباراتي معاملو حجم ۱۰ میلیون ډالرو ته رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د مایکروسافټ له لوري د اسرائیلي رژیم د نورو ملاتړي پروژو ارزښت، چې ۳۰ میلیون ډالره اټکل شوي، تر څېړنې لاندې دي.

خو داسې ښکاري چې د دې رژیم او مایکروسافټ ترمنځ د لاسلیک شویو تړونونو ریښتینی حجم له اعلان شویو او خپرو شویو اسنادو څخه ډېر دی.

د اسرائیلي رژیم پوځ په غزې جګړه کې د مایکروسافټ له خدمتونو څخه په بې‌ساري ډول کار اخلي او د ۲۰۲۳ کال د جون څخه تر ۲۰۲۴ کال د اپریل پورې د دې شرکت د کلاؤډ برخې کارول ۱۵۵ سلنه زیات شوي، چې تر ټولو لوړه کچه یې د ۲۰۲۴ کال د مې میاشتې په رفح برید څخه لږ مخکې وه.

د «لاوندر» په نوم د مصنوعي هوښ (AI) ټیکنالوژۍ په اړه راپورونه ښيي چې دې ټیکنالوژۍ د غزې د ۲.۳ میلیون اوسېدونکو معلومات تحلیل کړي ترڅو د حماس له غړو سره د دوی احتمالي اړیکې وڅېړي.

د تل ابیب د استخباراتي راپورونو له مخې، دې سیسټم د جګړې په پیل کې د ۳۷ زره فلسطینیانو معلومات د حماس له غړو سره د احتمالي اړیکو د شکمنو کسانو په توګه تحلیل کړل.