د ټرمپ استازی سټیو ویټکاف روسيې ته ولاړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i158952-د_ټرمپ_استازی_سټیو_ویټکاف_روسيې_ته_ولاړ
پارس‌تودی – د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازی "سټیو ویټکاف"، مسکو ته تللی دی.
(last modified 2025-04-11T06:54:20+00:00 )
Apr 11, 2025 11:23 Asia/Kabul
  • د ټرمپ استازی سټیو ویټکاف روسيې ته ولاړ

پارس‌تودی – د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازی "سټیو ویټکاف"، مسکو ته تللی دی.

د منځني ختیځ په چارو کې د ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی «سټیو ویټکاف» نن جمعه د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدو لپاره مسکو ته ولاړ.

د ویټکاف دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، چې ټاکل شوې ده سبا شنبه په عمان کې د ایران سره په غیرمستقیمو اټومي خبرو اترو کې ګډون وکړي.