مادورو د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر یې «لوی وېرندوکی» وبلله
-
د ونزوئلا ولسمشر
پارس تودی- د ونزوئلا ولسمشر، د بشري حقوقو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر یې «لوی ویرندوکی» وبلله.
له دې مخکې د السالوادو دولت په خپلو محبسونو کې له محاکمې پرته، له امریکا څخه د ایستل شویو کډوالو د ساتلو په خاطر د نیوکو سربېره، د ونزوئلا حکومت ته له سیاسي بندیانو سره د یرغمل شوي ونزوئلایي کډوالو د تبادلې وړاندیز کړی وو.
د پارس تودی له راپور سره سم، د ونزوئلا ولسمشر «نیکلاس مادورو» په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر «ولکر تورک» څخه په سختو الفاظو سره، نیوکې کړي وې او هغه یې لوی وېرندوکی بللی وو چي په السالوادور کې د ونزوئلایي کډوالو د یرغمل کېدو په وړاندې چوپتیا غوره کړې ده.
«مادورو» د «تورک» په چوپتیا او بې کاره پاتې کېدو باندې په نیوکې سره، هغه یې په السالوادور کې د ۲۵۳ ونزوئلایي کډوالو د یرغمل کېدو په وړاندې د جوړجاړی مسئول وبلله.
هغه همداشان د ونزوئلا په وروستیو ټاکنو کې د تندلارې ښي پالو ترهګرو ډلو د دسیسو په هکله خبرې وکړې.
د ونزوئلا ولسمشر دا بهیر د بشري حقوقو د سیسټم یوه نمونه وبلله چي یوازې له ترهګرو څخه دفاع کوي چي په مالې ملاتړ او د تاوتریخوالو په پلانولو سره، د ونزوئلا د ولس په خلاف فعالیت کوي.
د ونزوئلا د ټاکنو کمېسیون د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چي د دې هیواد واکمن سوسیالیست ګوند په ملې جرګې کې اکثریت رایې یعني ۸۳ سلنه رایې تر لاسه کړي دي.