شین لکه د ژوند - د ژواک چاپیریال نړیواله ورځ
"سبز مثل زندگی" ویژه برنامه روز جهانی محیط زیست-د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې... سره دخپل ملګري... د ژواک چاپیریال د نړیوالې ورځې په مناسبت شین یا زرغون لکه ژوند په نامې سره له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې دی ،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو هرکال د جون د میاشتې پنځمه نېټه د ملګرو ملتو له خوا د ژواک چاپیریال د ساتنې په اړه د خلکو د پوهاوي د لوړولو او د سیاستوالو د هڅولو لپاره غوره شوې، څو د د ژواک چاپیریال او ژویو د ډولونو د ویجاړېدو د مخنیوي لپاره فیصلې وکړي.
نو دوستانو شین یا زرغون لکه ژوند په نامې سره ځانګړی پروګرام د دې ورځې په ویاړ جوړ شوی دی.
نو طبیعت څه شی دی؟، ګلونو آوریدونکو ،لکه د یوې مهربانه مور په شان ئې،انسان په خپلې غېږې کې روزلی او په سخاوت سره ئې خپلې شتمنۍ او سرچینې ورته وړاندې کړې دي.د تاریخ په اوږدو کې، ددغې سیارې ټولو موجوداتو هڅه کړې چې د طبیعت له قوانینو سره همغږه شي او ځان ورسره بلد کړي،خو انسان، په قصدي یا غیر قصدي توګه، د چاپیریال طبیعي انډول ئې ګډوډ کړی دی.

هره ورځ بې شمېره وَنې په بې رحمۍ سره پرې کېږي، اوبه په بوږنونکي ډول ضایع او ککړېږي، پاکې او داسې ځنګلونه چې لاس نه وی وررسیدلی ،له منځه ځي، ډېری ژوي او نباتي ډولونه د له منځه تلو په حال کې دي، او سلګونه ډولونه د خپلو هستوګنځایونو د ویجاړېدو له امله له مینځه تللي دي.
له بده مرغه، انسان، د نورو مخلوقاتو په اپوټه، تل پر ژواک چاپیریال ویجاړونکي او ګواښوونکي نښې پرېږدي او اوس د طبیعت یو ویجاړوونکی اصلي عامل بلل کېږي.
شاید د ژواک چاپیریال لپاره د یوې ورځې وقف کول یوه ښه پلمه وي چې له طبیعت او چاپیریال سره زمونږ د چلند په اړه فکر وکړو.
دوستانو هر کال د جون په پنځمه نېټه، په نړۍ کې د ژواک چاپیریال نړیواله ورځ لمانځل کېږي.
د دې مناسبت ریښې په ۱۹۷۲ کال کې دي، کله چې ملګرو ملتو د لومړي ځل لپاره په سویډن کې د سټاکهم په ښار کې د انسان او چاپیریال په اړه یوه کنفرانس جوړ کړ.
د دغه کنفرانس ترڅنګ، د ملګرو ملتو عمومي اسمبلۍ یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې په پایله کې ئې د UNEP (د ملګرو ملتو ژواک چاپیریال پروګرام) رامینځته شو.
UNEP هر کال د دغې ورځې په مناسبت نړیوالې غونډې ترسره کوي. دغه دستورې مختلفو شکلونوکې کیدلی شي،لکه د خلکو لاریونونه، د بایسکل چلولو سیالۍ نندارتونونه، په ښوونځیو کې د نقاشۍ او مقالې لیکلو سیالۍ، د ونو کښېنول او لګول ، د بیا کارونې او د ژواک چاپیریال د پاکولو پروګرامونه او داسې نور.
د دغو مراسمو هدف د خلکو پام هغو ننګونو ته اړول دي چې ژواک چاپیریال له خطرې سره مخامخ کوي. همدارنګه، هر کال د ژواک چاپیریال یوه جدي ستونزه د دغې ورځې د اصلي چورلیز په توګه ټاکل کېږي.

د ۲۰۲۵ کال د ژواک چاپیریال د نړیوالې ورځې شعار او پیغام په تیره بیا د پلاسټیکي ککړتیا پر وړاندې په مبارزې باندې تمرکز لري؛ دا یوه پراخه ننګونه ده چې سرحدونه نه پېژني او د دې اثرات د ځمکې پر ټولو موجوداتو ناوړه اغېزې کوي.
هر کال میلیونونه ټنه پلاستیک تولیدېږي او د دې کثافتونو یوه لویه برخه سمندرونو او اوبو ته لاره پیدا کوي. دا غیر تجزیه کېدونکي مواد د سلګونو کلونو لپاره په چاپیریال کې پاتې کېږي او د اوبو، ژویو او نورو موجوداتو لپاره جدي ګواښ جوړوي.
کبان، مرغان او ډېری نور ژوندي موجودات په تېروتنې سره دا مواد د خوړو په توګه خوري او په جدي خطرونو اخته کېږي.
نو دوستانو راځئ چې د پلاسټیکي ککړتیاؤ د بحران اړخونو ته په دقت سره وګورو. اټکل کېږي چې هر کال کابو ۳۰۰ میلیون ټنه پلاسټیکي شیان تولیدېږي، چې له دغو تولید شوو پلاسټيکونو څخه بیا له ۱۰ فیصدو کم بیا کارول کېږي او پاتې نور یا ښخېږي او یا هم طبیعت ته واریدیږي.
هغه پلاسټیکونه چې په طبیعت کې پرېښودل کېږي، په کوچنیو ذرو (میکروپلاسټیک) بدلېږي چې په اسانۍ سره د خوړو په شیانو او کړئ کې شاملېږي او په په نتیجې کې د انسان بدن ته ننوځي.
څېړنو ښودلې ده چې انسانان په متوسط ډول هر کال زرګونه میکروپلاسټیکي ذرې د څښاک اوبو او خوړو له لارې خپل بدن ته داخلوي، چې دا کار زمونږ روغتیا له خطرې سره مخامخ کوي.
شاید تاسو ته دا په زړه پورې وي چې یو ساده پلاستیکي بوتل د طبیعت په مخ کې د تجزیه کېدو لپاره کابو ۴۵۰ کاله وخت ته اړتیا لري. پلاستیکي کڅوړې، چې شاید مونږ ئې په آسانۍ سره غورځوو، لږ تر لږه له ۲۰ تر ۱۰۰ کلونو پورې وخت نیسي څو طبیعت ته بېرته ستانه شي.

دا تراخه حقایق ښئي چې د پلاسټیکي ککړتیا موضوع هغه څه نه ده چې په اسانۍ سره ترې تېر شو.
د دغو زړه راښکونکو حقایقو په پام کې نیولو سره، اوس د دې وخت رارسېدلی چې مونږ هر یو خپل رول د ژواک چاپیریال د ساتنې په برخې کې جدي ونیسو. که څه هم د ورځني چلند بدلون په لومړي سر کې شاید کوچنی او بې اهمیته وبریښي، خو که په ګډه ترسره شي، نو ستر اغېزدرلودلی شي.
خو مونږ څنګه د ژواک چاپیریال د ژغورنې لپاره خپل ونډه درلودلی شو؟
لومړی ګام د یو ځل کارېدونکو پلاسټیکي محصولاتو د کارولو کمول دي. د پلاسټیکي بوتلونو پر ځای، د ټوکر د کڅوړو کارول د خرید لپاره، د شیشې او فلزي بوتلونو بیا کارول او همدارنګه د ګندونو کثافاتو دقیق جلا کول ،داسې اقدامات دي چې مونږ هر یو ئې ترسره کولای شو.
همدارنګه، د ماشومانو او ځوانانو پوهاوی او د دوی په مینځ کې د کلتور جوړونې کار یو حیاتي او اوږدمهاله ګام دی چې د راتلونکو نسلونو د چاپیریال ساتنې په وړاندې د مسؤلیت احساس زیاتولی شي.
دوستانو اوس ،چې د ژواک چاپیریال نړیوالې ورځې په مناسبت سره یوځای یو، یو فرصت دی چې له طبیعت سره روغه جوړه وکړو او یو ځل بیا ئې درناوی وکړو. هره ونه چې لګوو، هر کثافات چې له طبیعت څخه ئې راټولو او هر اقدام چې د ژواک چاپیریال د ساتنې لپاره ئې ترسره کوو، د ځمکې او راتلونکو نسلونو د ژغورنې لپاره یو ستر ګام دی.
قدرمنو او خوږو دوستانو! راځئ دا هېره نه کړو؛ چې ځمکه یو ارزښتناک امانت دی چې زمونږ په لاسونو کې دی او باید دا روغه او ښکلې راتلونکو نسلونو ته وسپارو. راځئ له همدااوسه ژمنه وکړو چې نه یوازې د پلاسټیک مصرف کموو، بلکې د چاپیریال د ریښتینو سفیرانو په توګه نور خلک هم دې شنې لارې ته راوبولو.
خوږو دوستانو! راځئ د زده کړې او پوهاوي له لارې خپل رول ادا کړو. د نورو هڅول چې د عامه ټرانسپورټ له وسایلو څخه کار واخلي، په اوبو او برېښنا کې سپَما وکړي، او د چاپیریال دوستانه محصولاتو د تولیدوونکو ملاتړ وکړي، د ځمکې ساتنې لپاره مرسته کولی شي.

په ګډه،مونږ دځان او راتلونکو نسلونو لپاره یو روښانه او پایښت لرونکی راتلونکی جوړ ولی شو.
راځئ په لوړ غږ اعلان کړو چې مونږ د ژواک چاپیریال مینه وال یو. په یاد ولرو، د ورځنيو عادتونو په بدلولو سره، مونږ د ژواک چاپیریال د ساتنې لپاره ستر اغېز شیندلی شو.
د پاکو انرژيو کارول، د هوا او اوبو ککړتیاؤ کمول، او د وحشي ژوو ملاتړ،داسې اقدامات دي چې مونږ ئې د ژواک چاپیریال د ساتنې لپاره ترسره کولای شو. راځئ په همدردۍ او ملګرتیا سره یوه شنه او ښکلې نړۍ جوړه کړو.
له بده مرغه،په وروستیو کلونو کې مونږ د ژواک چاپیریال د پراخې ویجاړیدا شاهدان یوو. ځنګلونه له مینځه تللي، سیندونه وچ شوي او هوا ککړه شوې ده.
خو لا هم ناوخته نه دی.د خپل نظر او چلند په بدلولو سره،مونږ دا بهیردرولی شو. راځئ په ګډه ، د َونو لګولو،د طبیعت د پاکولو او د ژواک چاپیریال د ساتنې کلتور ته د وده ورکولو له لارې ځمکې ته بیا ژوند ورکړو.
ګرانو قدرومنو دوستانو،مننه مو کوو چې ددغه مطلب تر وروستیو شیبو پورې له مونږ سره مله شوئ، او د مونږ چاپیریالي اندېښنو ته مو غوږ ونیو.
هیله لرو چې داشیبې ، که څه هم کوچنۍ، په زړونو او ذهنونو کې یو ټکان رامینځته کړي څو مونږ د ځمکې او د هغې د ارزښتناکو سرچینو د ساتنې اهمیت ته نور هم متوجه او ورباندې پوهه شو.
ملګرو اوس ، له بل هر وخت زیات، مونږ د خپلې سیارې،یعني مځکې چې زمونږ یوازینی کور دی، د ساتنې لپاره ګډې پاملرنې او اقدام ته اړتیا لرو. هره ونه چې مونږ ته سیوری راکوي، هره اوبه چې زموږ تنده ماتوي، او هره هوا چې ئې تنفس کوو، د طبیعت له خوا یوه ډالۍ ده چې باید قدر ئې وکړو.
هیله لرو هر چیرې چې یاست، په هره دنده او مقام کې چې یاست، د یو مسؤل وګړي په توګه، د ژواک چاپیریال ساتنې لپاره خپل رول ادا کړئ.
له بې ځایه مصرف کمولو څخه رانیولې موادو تر بیا کارونې پورې، د انرژئ له سپَما کولو څخه د چاپیریال د دوستانه محصولاتو د تولیدوونکو تر ملاتړ پورې، هر اقدام، که څه هم کوچنی وي، خو ډيرې اغیزې شیندلی شي.
د یوې شنې، روغې او ښکلې او سالمې نړۍ په هیله، تر بل وخته، خدای مو مل او ملګری .
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************