ټرمپ: «جو بایډن» روباټ دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i160880
پارس ټوډی - د امریکا ولسمشر د یکشنبې په ورځ په خپلې ټولنیزې رسنۍ کې ادعا وکړه چې د دې هېواد پخوانی ولسمشر «جو بایډن» یو روباټ دی او په ۲۰۲۰ کال کې اعدام شوی دی.
(last modified 2025-06-02T01:58:45+00:00 )
Jun 02, 2025 06:25 Asia/Kabul
  • ټرمپ: «جو بایډن» روباټ دی

پارس ټوډی - د امریکا ولسمشر د یکشنبې په ورځ په خپلې ټولنیزې رسنۍ کې ادعا وکړه چې د دې هېواد پخوانی ولسمشر «جو بایډن» یو روباټ دی او په ۲۰۲۰ کال کې اعدام شوی دی.

ډونالډ ټرمپ، په خپلې ټولنیزې رسنۍ «تروث سوشال» کې ولیکل: جو بایډن شتون نه لري؛ هغه په ۲۰۲۰ کال کې اعدام شوی دی.

د امریکا ولسمشر په دې اړه زیاته کړه: جو بایډن په بهرني ډول شتون نه لري او یو بدل یا روباټیک سیسټم یې ځای نیولی دی.

 ټرمپ مخکې لیکلي: دموکراتان دا توپیر نه پېژني.