ایټمی آژانس دې له سیاسی پلویتوبه ډډه وکړي
(last modified Sun, 08 Jun 2025 11:12:36 GMT )
Jun 08, 2025 15:42 Asia/Kabul
  • ایټمی آژانس دې له سیاسی پلویتوبه ډډه وکړي

روسیې د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس  په واکمنې شورا ناستې کې د لویدیځ داحتمالي ایراني ضد  مسَودې  د مطرح کیدا د نتیجو په باب  خبرداری ورکړ

پارس ټوډې – په ویانا کې د دیره نړیوالو اورګانونو په نزد د دروسیې دایمي استازي د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس  دواکمنې شورا  په راتلونکي ناستې کې د لویدیځي هیوادونو د وړاندیزي  پریکړه لیک د مسوّدې   دمطرح کیدا د نتیجو په باب  سخت خبرداری ورکړ.

میخائيل اولیانوف  په خپلو څرګندونو کې  ووئیل،  د آژانس د  واکمنې شوراد جون میاشتې کیدونکي  ناسته  سبا په دوشنبې ورخې  پیلیږي. هیله کیږي ، چې  د ایران د ایټمي پروګرام په باب  له تاؤتریخوالي ډک بحث ولري.امریکا او اروپائي ټرائيکا (فرانسه،انګلستان او جرمني) نیّت لري، په دې زمینې کې دیوه پریکړه لیک مسوَده وړاندې کړي. دغه عمل  به په چورلټ ډول  له ځان سره مثبتې نتیجې ونه لري.