ډونالډ ټرمپ: د ایران او اسراییل جګړه باید پای ته ورسېږي
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، ویلي چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره موافق دی چې د ایران او اسراییلو ترمنځ روانه جګړه باید ختمه شي.
ټرمپ پرون له پوتین سره تر تلیفوني تماس وروسته، په خپله خواله رسنۍ “Truth Social” کې په یوه پوسټ کې ولیکل: «ولسمشر پوتین نن سهار تماس ونیوه څو زما د زوکړې مبارکي ووایي، خو له هغه مهم دا و چې د ایران په اړه وغږېږي – هغه هېواد چې نوموړی یې ډېر ښه پېژني.»
ټرمپ زیاته کړه: «مونږ اوږدې خبرې درلودې. د روسیې او اوکراین پر موضوع لږ تمرکز وشو، خو دا به راتلونکې اوونۍ دوام ومومي. هغه اوس د اسیرانو د تبادلې چمتو شوی پلان پر مخ وړي، او ګڼ شمېر اسیران به ژر تبادله شي.»
د امریکا ولسمشر وایي دغه تماس شاوخوا یو ساعت دوام وکړ، او پوتین هم «زما په څېر باور لري چې د اسراییل او ایران جګړه باید ختمه شي. ما هم دا توضیح ورکړه چې خپله (د اوکراین) جګړه باید پای ته ورسوي.»
ټرمپ په داسې حال کښې د ایران او اسرائیلو ترمینځ د روانې جګړې د بندیدو خبره کوي چې ایران ویلي دي: جنګ اسرائیلو پیل کړی خو ختمول یې د ایران په لاس کښې دي.