عربي پوځي کارپوه: ایران ستراتیژیکي توغندیزې زېرمې لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i161482-عربي_پوځي_کارپوه_ایران_ستراتیژیکي_توغندیزې_زېرمې_لري
پارس  ټوډی - عربي پوځي کارپوه د صهیونیستي رژیم د تجاوزګرو او ترورستي بریدونو په اړه د ایران د ستراتیژیکو توغندیزو زېرمو او د صهیونیستانو د بد برخلیک خبر ورکړ.
(last modified 2025-06-15T09:10:06+00:00 )
Jun 15, 2025 13:39 Asia/Kabul
  • عربي پوځي کارپوه: ایران ستراتیژیکي توغندیزې زېرمې لري

پارس  ټوډی - عربي پوځي کارپوه د صهیونیستي رژیم د تجاوزګرو او ترورستي بریدونو په اړه د ایران د ستراتیژیکو توغندیزو زېرمو او د صهیونیستانو د بد برخلیک خبر ورکړ.

جنرال«فایز الدویری» وویل: ایران د توغندیزو ښارونو او ستراتیژیکو توغندیزو زېرمو خاوند دی او دا پدې مانا ده چې که جګړه دوام وکړي، د اسرائیلو لپاره بد راتلونکی په تمه دی.

الدویری د عملیاتو په ارزونه کې زیاته کړه: د صهیونیستي رژیم د بریدونو په وړاندې د ایران غبرګون باید درې اړخیزه او ترکیبی وي ترڅو کاری ګزار ورکړي، یعنې په یو وخت بې پیلوټه الوتکې، بالستیک موشکونه او هایپر سونیک موشکونه وکارول شي.