ټرمپ او نتنیاهو په سپينې ماڼۍ کې سره ګوري
(last modified Wed, 02 Jul 2025 00:59:45 GMT )
Jul 02, 2025 05:29 Asia/Kabul
  • ټرمپ او نتنیاهو په سپينې ماڼۍ کې سره ګوري

درې ورځې وړاندې، ټرمپ خبریالانو ته ویلي و چې په راتلونکې اوونۍ کې به یوه موافقه  ترلاسه شي.

راپورونه ښئ  د امریکا ولسمشر   ټرمپ او صهیونیسټي لومړی وزیر بینیامین نتانیاهو به په راتلونکي اونئ کې په سپينې ماڼۍ کې سره وګوري څو  د ایران او غزې په اړه  پخپلو ناکامیو  د برغولي د کیښودلو هڅه وکړي.

زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړی، د امریکا ولسمشرټرمپ ، پرون ناوخته وئيلي دي ، چې راتلونکې اوونۍ به د اسرائیلو له  لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره د «هغه بریالیتوبونو په اړه خبرې وکړي چې  د هغه په اند،دواړو هېوادونو په ایران کې ترلاسه کړي» او همدارنګه «د غزې په اړه د بدلونونو په باب به سره وغږیږي.

د امریکا ولسمشر، چې د سپینې ماڼۍ د وتلو دمخه ئې له خبریالانو سره خبرې کولې، د دغې لیدنې په اړه ادعا وکړه: «مونږ به د هغه لوي بریالیتوب په اړه خبرې وکړو چې مونږ په ایران کې ترلاسه کړی، داسې بریالیتوب چې کلونو راهیسې چا نه و ترلاسه کړی.»

هغه البته  هغو سترو زیانونو  ته   هیڅ اشاره ونه کړه چې د صهیونیسټي رژیم د ښکاره پوځي تیریو  په غبرګون کې ایران اسرائیلو ته اړولي دي.

ټرمپ همدارنګه وویل،هغه هیله‌مند دی چې په غزې کې ژر اوربند رامنځته شي.

درې ورځې وړاندې، ټرمپ خبریالانو ته ویلي و چې په راتلونکې اوونۍ کې به یوه موافقه  ترلاسه شي.