روسيه د ايران سره د دفاعي همکاريو پر دوام ټينګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i161828-روسيه_د_ايران_سره_د_دفاعي_همکاريو_پر_دوام_ټينګار_وکړ
 پارس ټوډی - د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وایي،  موږ به د ايران سره په ټولو برخو کې اړیکې لا پیاوړي کړو او په دفاعي برخه کې د ارزښتناکو تجربو پر بنسټ به خپلو همکاريو ته دوام ورکړو. 
(last modified 2025-07-02T05:06:03+00:00 )
Jul 02, 2025 09:34 Asia/Kabul
  • روسيه د ايران سره د دفاعي همکاريو پر دوام ټينګار وکړ

 پارس ټوډی - د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وایي،  موږ به د ايران سره په ټولو برخو کې اړیکې لا پیاوړي کړو او په دفاعي برخه کې د ارزښتناکو تجربو پر بنسټ به خپلو همکاريو ته دوام ورکړو. 

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سرګي ريابکوف، د مسکو په سفارت کې د حضور پر مهال وويل: موږ دا تېری کوونکی او وحشيانه عمل غندو او په راتلونکي کې به په ټولو برخو کې د ايران د اسلامي جمهوريت سره اړيکې لا پياړې کړو.

نوموړي زیاته کړه، موږ په دفاعي برخه کې ارزښتناکې تجربې لرو چې د همدې بنسټونو پر اساس کولی شو له يو بل سره په دې برخه کې همکاريو ته دوام ورکړو.