ولې پر ایران د صهیونیسټ رژیم برید اپوټه نتیجه ورکړه؟
(last modified Wed, 02 Jul 2025 11:02:48 GMT )
Jul 02, 2025 15:32 Asia/Kabul
  • ولې پر ایران د صهیونیسټ رژیم برید اپوټه نتیجه  ورکړه؟

پارس ټوډې - یوې امریکایي خپرونې په یوه مقاله کې د صهیونیسټ رژیم لخوا په ۱۲ ورځنۍ جګړې کې د اسراییلو د ماتې د لاملونو په اړه بحث وکړ.

امریکایي خپرونې فارن پالیسي د سې شنبې په ورځ ولیکل: د صهیونیسټ رژیم او ایران ترمنځ وروستۍ جګړه د تل ابیب لپاره اپوټه نتیجه  ورکړه  او رژیم د خپلو ستراتیژیکو اهدافو په ترلاسه کولو کې پاتې راغی. د پارس ټوډې په وینا، د دې امریکایي خپرونې مقاله وايي: جګړه د اسراییلو د یوې لویې حملې سره پیل شوه، چې په کې د ایراني تاسیساتو په اړه پټ عملیات او هوايي بریدونه شامل وو، خو ایران ډیر ژر د اسراییلو او امریکایي اډو په توغندیو بریدونو سره ځواب ورکړ، او د سیمې جدي کړکیچ یې رامینځته کړ. په دې توګه، ایران خپلو مخالفینو ته پیغام واستاوه چې دا توان لري چې له خپلو پولو بهر وضعیت نور هم سخت کړي.

امریکایي خپرونې زیاته کړه: د اسراییلي چارواکوله  څرګندونو سره سره، د ایران اټومي پروګرام ته کوم مشخص زیان نه دی رسیدلی او د لویدیځو استخباراتي ارزونو له مخې، د دې پروګرام د پراختیا لپاره اصلي تاسیسات په خپل حال پاتې دي، او اسراییل "د ایران د کمزوري کولو" خپل هدف ترلاسه نه کړ.

فارن پالیسي دا هم لیکلي: د دې بریدونو په ځواب کې، د ایران پارلمان له  نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې سره د همکارۍ ځنډول تصویب کړل او د اټومي ابهام ستراتیژي یې غوره کړه، هغه  ستراتیژي چې اسراییلو له اوږدې مودې راهیسې غوره کړی، ده او  د خپل اټومي ځواک په اړه د توضیحاتو ورکولو څخه ډډه کوي او د پلټونکو د ننوتلو مخه نیسي.

 

د ایران د توغندیو ځواک

 

ددغې رسندوی  په وینا، پداسې حال کې چې د دې برید اټومي پایله پریکنده نه ده، د ایران د توغندیو وړتیا په څرګنده توګه ښودل شوې، او د دوی بالستیک توغندي د متحده ایالاتو او اسراییلوله  هوایی دفاع تیریدل او پوځي اډې، د استخباراتو مرکزي دفترونه، د تیلو تصفیه خانې او څیړنیزې ادارې په نښه کول.

فارن پالیسي راپور ورکړ چې د ایران له  غچ اخیستونکو بریدونو وروسته، "هوايي ډګرونه، په ځانګړې توګه بین ګوریون، وتړل شول، د اسراییلو اقتصاد وتړل شو، او د اټکلونو له مخې، اسراییل لږترلږه د 500 ملیون ډالرو په ارزښت د متحده ایالاتو THAAD انټرسیپټر توغندیو څخه کار واخیست. سره له دې چې د اسراییلو سانسور مرکز رسنیو ته د کار کولو او خبرونو پوښښ مخه ونیوله، په دې جګړه کې له 41,000 څخه ډیر د تاوان ادعاوې ثبت شوې.

د ټرمپ پخواني سلاکار سټیو بینن هم په څرګنده توګه وویل چې د اسراییلو د ژغورلو لپاره د جګړې بندول اړین وو او اسراییل د دفاع له نشتوالي سره مخ و. ټرمپ دا هم ومنله چې اسراییل سخت زیانمن شوی دی.

 

د ایراني ملتپالنې پیاوړتیا

 

امریکایی مجلې دوام ورکړ: د ایران-اسرائیل جګړې په ایران کې غیر متوقع ټولنیزې پایلې درلودې او د لویدیځ د تمو برعکس، د سیاسي بدلون یا د واکمن نظام د سقوط اور ته د اور اچولو پرځای، ملتپالنې احساسات او ملي یووالي زیات کړل. دې جګړې نه یوازې د ایران داخلي ثبات ګډوډ نه کړ، بلکې د خلکو ترمنځ یې پیوستون هم زیات کړ، او د اسراییلو د برید په اړه غوسه د پراخ ملي تحرک لامل شوه چې پکې مختلف شامل وو له هنرمندانو تر لوبغاړو، مذهبي خلکو او حتی د نسل Z پورې ټولنیزې ډلې.

د راپور له مخې، ایرانیانو د اسراییلو بریدونو ته د هغو کسانو په هرکلي سره ځواب ورکړ چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي وو، او دا د دوی د ټولنیز مسؤلیت احساس پیاوړی کړ. د ماشومانو، ډاکټرانو او ملکي وګړو د شهیدانو انځورونو لیدل د ایراني خلکو په منځ کې دا باور پیاوړی کړ چې د جګړې هدف د دوی آزادي نه بلکې د دوی د هیواد ویجاړول دي.

فارن  پالیسی  ولیکل : پداسې حال کې چې اسراییل محاسبه کړې وه چې دا جګړه به په ایران کې د واکمن نظام د سقوط لامل شي، پایلې په بشپړ ډول برعکس وې. د ایران د کمزوري کولو پر ځای، یې د خپلو اهدافو په ترلاسه کولو کې د اسراییلو کمزورتیاوې افشا کړې او د ایران د کورني محاذ د پیوستون په پیاوړتیا کې یې اغیزمن رول لوبولی دی.