په انګلستان کې د فلسطین د ملاتړو پراخه سرکوب
https://parstoday.ir/ps/news/world-i162018-په_انګلستان_کې_د_فلسطین_د_ملاتړو_پراخه_سرکوب
پارس ټوډی - رسنیو راپور ورکړی چې په انګلستان کې د فلسطین د ملاتړو فعالانو، خبریالانو او وګړو پراخه نیونې د امنیتي ځواکونو له خوا ترسره شوې دي. 
(last modified 2025-07-06T02:04:26+00:00 )
Jul 06, 2025 06:32 Asia/Kabul
  • په انګلستان کې د فلسطین د ملاتړو پراخه سرکوب

پارس ټوډی - رسنیو راپور ورکړی چې په انګلستان کې د فلسطین د ملاتړو فعالانو، خبریالانو او وګړو پراخه نیونې د امنیتي ځواکونو له خوا ترسره شوې دي. 

د انګلستان پولیسو اعلان وکړ چې په لندن کې د «فلسطین اقدام» ډلې په ملاتړ د یوه لاریون په ترڅ کې، چې د دې ډلې د بندیز وروسته ترسره شو، یو شمېر کسان نیول شوي دي.

د متروپولیټن پولیسو د شنبې په ماښام په ایکس ټولنیزې شبکې په یوه بیان کې لیکلي: «زموږ مامورین د پارلمان په میدان کې د لاریونونو په ځواب کې اقدام کوي.»