د نړۍ د منډې وهنې امریکایي اتل فرد کرلي مسلمان شو
(last modified Sun, 06 Jul 2025 02:38:15 GMT )
Jul 06, 2025 07:08 Asia/Kabul
  • د نړۍ د منډې وهنې امریکایي اتل فرد کرلي مسلمان شو

پارس ټوډی - د امریکا د منډې وهنې نړیوال اتل فرد کرلي په خپل اینستاګرام پاڼه کې په یوه ویډیو خپرولو سره اعلان وکړ، چې اسلام یې د خپل دین په توګه غوره کړی دی. 

۳۰ کلن کرلي په اماراتو کې په یوه جومات کې د شهادت کلیمه ویلي او مسلمان شوی دی.

 کرلي د نړیوالو سیالیو په اتلولیو کې درې طلایي مډالونه، یو سپین او یو برونزي مډال لري.

 هغه د ۲۰۲۰ ټوکیو المپیک په ۱۰۰ مترو منډې وهنې کې سپین او د ۲۰۲۴ پاریس المپیک په همدې رشته کې د برونزي مډال ترلاسه کړی دی.