امریکا څنګه د نړيوالو بنسټونو کارندوالې له مینځه وړې ده؟
پارس تودی - د وروستیو کلونو په اوږدو کې له نړيوالو سازمانونو او نهادونو سره د امریکا چلند ، د دې بنسټونو د ناکارندوالې لامل شوی دی.
له لومړۍ نړیوالې جګړې څخه وروسته، د نړیوال نظام په چوکاټ کې نهادپالنه یا ارګان محور سیاست مهم وګرځېد، او هدف دا و چې د نړيوالو ارګانونو په مرسته له جګړو څخه مخنیوی وشي. د دويمې نړیوالې جګړې پېښې، د ملتونو ټولنه له ماتې سره مخ کړه، خو د نړۍ زبرځواکونو له دې وروسته هڅه وکړه چې د ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو نړیوالو اقتصادي بنسټونو له لارې، د سولې او امنیت رامنځته کولو لپاره یو ځل بیا نړیوال ظرفیتونه وکاروي.
خو د ۲۱مې پېړۍ پېښې، په تېره له ۲۰۱۱م کال څخه را په دې خوا، داسي ښکاري چې نړيوال بنسټونه، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو سازمان او د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس، خپل اصلي رول له لاسه ورکړی او د زبرځواکونو او د صهیونیستي رژیم د ګټو په چوپړ کې راغلې دي.
لومړی دلیل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړو – په ځانګړي ډول امریکا – ویټو حق ته ورګرځي. دا مسئله په تېرو ۲۲ میاشتو کې خورا روښانه شوې، چیرې چې صهیونیستي رژیم په غزه کې نسلوژنه وکړه او لا هم دوام لري. امریکا او لویدیځو هیوادونو د وتو حق په کار واچاوه تر څو حتی یوه پرېکړهلیک هم د صهیونیستي رژیم د جنایتونو د غندنې یا د جګړې د درولو لپاره تصویب نه شي. د صهیونیستي رژیم بې سزا پاتې کېدل د غزې د نسلوژنې د دوام اصلي لامل بلل کېږي، په داسي حال کې چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش او د دې سازمان یو شمېر د بشري حقونو څانګې د غزې د ناورین او جنایتونو په اړه څو ځله خبرداری ورکړی دی.
دوهم عامل، دا دی چې امریکا او اروپايي هېوادونه نړیوالو بنسټونو ته سیاسي او انتخابي نظر لري. یوه وروستۍ بېلګه یې د امریکا او صهیونیستي رژیم له لوري د ایران په سوله ایزو ایټمي سایټونو، فوځي تاسیساتو، علمي مرکزونو او عامو خلګو، جګپورو قوماندانانو، ساینسپوهانو او ملکیانو باندې ظالمانه برید وو. که څه هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې اړه غونډه وکړه، خو هېڅ پرېکړهلیک یې د واشنګټن او تلابیب د ناقانونه کړنو پر ضد تصویب نه کړه. دغه سیاسي او انتخابي چلند، نه یوازې د ملګرو ملتونو حیثیت ته زیان اړولی، بلکې د دې سازمان اصلي دنده یې هم بېاغېزې کړې ده.
بل عامل، دا دی چې نړیوال بنسټونه او د هغوی چارواکي د زبرځواکونو، په تېره بیا د امریکا د ګټو تابع شوي دي. یوه څرګنده بېلګه یې د ایران د اټومي دوسیې په برخه کې د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس او د هغه د مشر، رافائل ګروسي، چلند دی. د ایران د چارواکو د راپورونو له مخې، ګروسي د ایران د اټومي ساینسپوهانو ټول معلومات صهیونیستانو ته ورکړي او د هغوی د ترور زمینه یې برابره کړې ده. په عین حال کې، ګروسي د صهیونیستي رژیم، امریکا او اروپايي هېوادونو تر نفوذ لاندې، د ایران د سوله اټومي پروګرام په اړه دروغجن راپورونه ورکړي، تر څو د امریکا او صهیونیستانو بریدونو ته زمینه برابره شي. دا کړنه هم د آژانس د ناکارندوالې لامل شوې ده.
د یادو دلایلو پر بنسټ، د ایران د اساسي قانون د څارنې شورا د څېړنیز مرکز مشر، عباسعلي کدخدايي، وايي: په نړیوال ډګر کې نهادپالنه د پېژندل شویو اصولو پر بنسټ ولاړه وه، داسي اصول لکه د دولتونو برابري، خپلواکي، ملي واکمني، له زور کار نهاخیستل او په نورو هېوادونو کې له لاسوهنې څخه ډډه کول. خو د لویدیځو ارزښتونو، په تېره بیا د امریکا د ګټو په واکمنتیا سره دا حالت بدل شو. د دې په ځای چي له زوره د کار نه اخیستلو اصول عملي شي، د غربیانو له لورې د قدرت او شتمني په شان د موخو د تر لاسه کولو هڅې وشوې، په دې خاطر نړیوال ارګانونه خپله کارکردګي د لاسه ورکړه.