مراکش کښې د غزې په ملاتړ کښې پراخ لاریون وشه
پارس ټوډی – د مراکش خلکو پرون د غزې په ملاتړ کښې او د صهیونیسټي رژيم خلاف یو پراخ لاریون وکړ.
خبري سرچینو له غزې په ملاتړ کښې د مراکش د خلکو د لاریون او بشري طوفان خبر ورکړی دی. دغو سرچینو وویل چې په پلازمینه رباط کښې د غزې په ملاتړ او له اسرائیلو سره د اړیکو د ښه کولو په مخالفت کښې پراخ لاریون ترسره شو.
لاریون کوونکو همداشان د غزې د خلکو د اوږې ساتلو او په دې تړانګې باندې د صهیونیسټي رژيم د بریدونو سیاست، وغنده.
خبري سرچینو وړمه شپه خبر ورکړی و چې په اردن کښې هم په زرهاؤ خلکو د غزې د اوسیدونکو د محاصرې او ورته د لوږې ورکولو په غندنه کښې پراخې مظاهرې وکړې.
اردني مظاهره چیانو همداشان له عربو او اسلامي هیوادونو وغوښتل چې د فلسطین د ولس په وړاندې په خپلې دیني، اخلاقي او انساني دندې باندې عمل وکړي.