برازيلي خبريال: خبريالان بايد د اسرائيلو جنايتونه افشا کړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i162622
پارس ټوډی - برازيلي خبريالې «ژووانا ويال» وایي: د خبريالۍ بې طرفۍ په اړه نظرونه بدل شوي او موږ بايد د خبريالانو په توګه د اسرائيلو رژیم جنايتونه افشا کړو. 
(last modified 2025-07-21T09:21:41+00:00 )
Jul 21, 2025 13:49 Asia/Kabul
  • برازيلي خبريال: خبريالان بايد د اسرائيلو جنايتونه افشا کړي

پارس ټوډی - برازيلي خبريالې «ژووانا ويال» وایي: د خبريالۍ بې طرفۍ په اړه نظرونه بدل شوي او موږ بايد د خبريالانو په توګه د اسرائيلو رژیم جنايتونه افشا کړو. 

ژووانا ويال وويل: موږ د خبريالانو په توګه د امتياز ثبتوونکي يا قضاوت کوونکي نه يو، بلکې بايد هغه ظلمونه او جنګي جنايتونه افشا کړو چې صهيونيستي رژیم يې ترسره کوي.

هغې زياته کړه: اسرائيل پر ملکي وګړو بريدونه کوي ځکه چې د جنګ قوانينو يا د بشري حقونو کوم ډول قوانينو ته هېڅ احترام نه لري، هغوی (اسرائيليان) ملکي وګړي په مستقيم ډول په نښه کوي، لکه څنګه چې په لويديځه غاړه، غزه، لبنان او اوس په ايران کې کوي. 

دې برازيلي رسنيزې فعالې وويل: د اسرائيلو تر ټولو ستر هدف دا دی چې دا تصور خپور کړي چې ايران تر ټولو ستر ګواښ دی، او کله چې تاسو لويديځو رسنيو ته او ګورئ چې دوی څنګه صهيونيستي روايت تبليغوي، دا موږ داسې فکر کولو ته اړ باسي چې زموږ په څېر خبريالان بايد د دې روايت پر وړاندې مبارزه وکړي، ځکه چې په عمده توګه رسنۍ د صهيونيستي روايت ښودنه کوي.