فرانسه: له ایران سره د یوه هراړخیز تړون غوښتونکي یوو 
https://parstoday.ir/ps/news/world-i162862
پارس‌ ټوډی – د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر تیره شپه د امریکا د «سي‌بي‌اس» شبکې سره په مرکه کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو غوښتنه وکړه او ويې ویل چې اروپا له ایران سره د یوه هراړخیز تړون غوښتونکې ده. 
(last modified 2025-07-28T10:26:10+00:00 )
Jul 28, 2025 14:54 Asia/Kabul
  • فرانسه: له ایران سره د یوه هراړخیز تړون غوښتونکي یوو 

پارس‌ ټوډی – د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر تیره شپه د امریکا د «سي‌بي‌اس» شبکې سره په مرکه کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو غوښتنه وکړه او ويې ویل چې اروپا له ایران سره د یوه هراړخیز تړون غوښتونکې ده. 

ژان نوئل بارو، د اروپا د خپلې ژمنې د نه عملي کولو او د برجام د تعهداتو د نه پوره کولو پرته ادعا وکړه: «موږ لس کاله وړاندې له ایران سره یو اټومي تړون ترلاسه کړ چې د ایران د اټومي وړتیاوو د پام وړ شاتګ امکان یې برابر کړ، البته اوس حالات بدل شوي او ایران له هغه وخت راهیسې هغه تعهدات نقض کړي چې د تړون د لاسلیک پر مهال یې منلي وو.» 

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: «اوس موږ د یوه هراړخیز تړون غوښتونکي یوو» چې د ایران اټومي فعالیتونه، بالیستیکي برخه او د ایران د اسلامي جمهوریت سیمه‌ییز فعالیتونه په بر کې ونیسي.

هغه د یوه نوي، قوي، دوامداره او د تثبیت وړ تړون د لاسته راوړلو پر اړتیا ټینګار وکړ او ويې ویل: «که تر اګست میاشتې پای (د سپټمبر نهمه) پورې یو پیاوړی تړون ترلاسه نشي، موږ د اسنپ‌ بک اختیار لپاره چمتو یوو.»