هالنډ د صهیونیستي رژیم سفیر احضار کړ
-
د هالند خارجه وزیر کاسپر ولدکامپ
د هالند د بهرنیو چارو وزارت د اسراییلي رژیم سفیر آمستردام ته راوغوښت او له تلابیب څخه یې وغوښتل چې خپل چلند بدل کړي او د غزې په تړانګه کې د بشري ناورین پای ته رسولو ته ژمن شي.
د هالند خارجه وزیر «کاسپر ولدکامپ» له «آر ټي اېل» تلویزیوني شبکې سره په یوه مرکه کې وویل: پرون مې د اسراییل سفیر راوغوښت او بیا مې هغه ته واضح کړ چې دا وضعیت زموږ لپاره څومره جدي ده. اسراییل باید د غزې په ترانګه کې د بشري وضعیت د ښهوالي لپاره په جدي ډول خپله کړنلاره بدله کړي، او همدارنګه جګړه باید ودریږي او د بشري ناورین وضعیت باید پای ته ورسېږي.
د هالند حکومت مخکې د دوشنبې په ورځ وړاندیز کړی و چې د صهیونیستي رژیم د ماليې وزیر «بزالل اسموتریچ» او د کورني امنیت وزیر «ایتمار بنګویر» ته د افراطي دریځونو له امله دې دغه هېواد ته د ننوتلو اجازه ورنهکړل شي.
ولدکامپ په یوه لیک کې چې پارلمان ته یې لیږلی، ویلي چې دا پرېکړه یې ځکه کړې چې اسموتریچ او بن ګویر څو ځله صهیونیستي ښارګی میشت یې په فلسطینیانو باندې برید کولو ته هڅولي او د هغوی په خاورې د ناقانونه صهیونیستي ښارګیو د پراختیا غوښتنه کړې ده، او په غزې تړانګه کې یې د عربو د قام له مینځه وړلو څخه ملاتړ کړی دی.
له دې مخکې هم، د هالند لومړی وزیر «دیک اسخووف» ویلي و که اروپایي اتحادیه دې نتیجې ته ورسیږي چې صهیونیستي رژیم فلسطینیانو ته د مرستو له رسیدو څخه مخنیوی کوي، هالند به هم د دې طرحې ملاتړ وکړي چې له مخې به «د اروپا هورایزن صندوق» ته د اسرائیل لاسرسی بندیږي.
د اروپا هورایزن څېړنیز پروګرام، د نوښتګرو شرکتونو او څېړنیزو مؤسسو لپاره حیاتي بنسټ دی ترڅو د اتحادیې له مالي ملاتړ سره په پرمختللو برخو لکه ډیجیټل ټکنالوژۍ، پاکې انرژۍ، بیوتکنالوژۍ او روغتیایې ډګرونو کې پرمختګ وکړي. له دې پروګرام څخه د اسرائیل لرې کول یا محدودول به نه یوازې سیاسي اړخ ولري، بلکې په نړیواله کچه کې به د دې رژیم علمي فعالیتونو ته زیان ورسوي.