د ایران په اړه د لوېدیځ اصلي اهداف څه دي؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i162950-د_ایران_په_اړه_د_لوېدیځ_اصلي_اهداف_څه_دي
پارس ټوډی - بهرنیو رسنیو د ایران د اسلامي انقلاب د مشر نوو ویناوو په انعکاس سره، د هغه د خبرو هغې برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې چې ټینګار یې کړی: «هسته‌يي پروګرام، غني کول او بشري حقونه بهانې دي، او هغه څه چې دوی یې غواړي ستاسو دین او علم دی.»
(last modified 2025-07-30T09:58:26+00:00 )
Jul 30, 2025 14:00 Asia/Kabul
  • د ایران د اسلامي انقلاب رهبر
    د ایران د اسلامي انقلاب رهبر

پارس ټوډی - بهرنیو رسنیو د ایران د اسلامي انقلاب د مشر نوو ویناوو په انعکاس سره، د هغه د خبرو هغې برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې چې ټینګار یې کړی: «هسته‌يي پروګرام، غني کول او بشري حقونه بهانې دي، او هغه څه چې دوی یې غواړي ستاسو دین او علم دی.»

د پارس ټوډی د راپور له مخې، د اسلامي انقلاب مشر حضرت آیت‌الله خامنه‌ای د سه‌شنبې په ورځ، د ۱۴۰۴ کال د زمري په ۸مه، د صهیونیستي رژیم له خوا پر ایران د ۱۲ ورځنۍ تحمیلي جګړې د شهیدانو د لمانځنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې اسلامي ایران د «دین» او «علم» پر بنسټ جوړ شوی او رامنځته شوی دی.

هغه زیاته کړه، د اسلامي جمهوریت په جوړښت کې، «دین» او «علم» تر ټولو مهم عناصر دي؛ له همدې امله د خلکو دین او زموږ د ځوانانو علم په ډېرو بېلابېلو ډګرونو کې دښمن اړ کړی چې شاتګ وکړي او وروسته به هم همداسې وي.

هغوی له ایران سره د لودیځ د دښمنۍ اصلي دلیلونو په اړه وفرمایل: هغه څه چې نړیوال استکبار، په تېره بیا جنایتکاره امریکا، ورسره مخالفت لري، ستاسو دین او علم دی؛ دوی ستاسو له دین سره مخالف دي، د خلکو له پراخ ایمان سره مخالف دي، د اسلام او قرآن تر سیوري لاندې له دې اتحاد سره مخالف دي؛ او ستاسو له علم سره مخالف دي.

دا چې د انقلاب له بریا وروسته تر نن ورځې پورې د ایران نفوس دوه برابره شوی، خو د محصلینو شمېر شاید لس برابره زیات شوی، چې دا چاره دوی رنځوي؛ دا چې اسلامي جمهوریت په بېلابېلو علمي برخو کې – که انساني علوم، که تخنیکي علوم، که دیني علوم – نوې خبرې وړاندې کړي، دا دوی ناراحته کوي؛ دوی له دې سره مخالف دي، هغه څه چې د هسته‌يي موضوع، غني کولو، بشري حقونو او دې ته ورته مسایلو په نوم یادوي، بهانې دي؛ اصلي موضوع همدا ده.

د اسلامي انقلاب د مشر نوې ویناوې یو ځل بیا د لوېدیځ، په تېره بیا د امریکا او صهیونیستي رژیم، له اسلامي جمهوریت سره د دښمنۍ ماهیت ښيي.

امریکا او د هغې لوېدیځو متحدینو څو ځله پر ایران تورونه لګولي او په دې برخه کې یې د هسته‌يي توانمندۍ، په تېره د یورانیمو غني کولو، او همدارنګه د بشري حقونو د نقض او د ترهګرۍ د ملاتړ، په ځانګړې توګه د منځني ختیځ په کچه، موضوعات راپورته کړي دي.

له دې پرته چې لوېدیځوال په اصل کې د هېوادونو او دولتونو سره د چلند په برخه کې له دوه‌ګونو معیارونو کار اخلي، خو دا چې دوی په دوامداره توګه پر ایران د بهانو جوړولو او د فشار اچولو او حتی نظامي برید لپاره د پلمه په لټه کې دي، دا ښيي چې امریکا او د هغې شریکان، لکه د اروپا درې‌ګونی (تروئیکا) او صهیونیستي رژیم، په اصل کې د اسلامي جمهوریت له ماهیت سره ستونزه لري او د هغه دوامداره وجود نه زغمي.

په زړه پورې خبره دا ده چې د اسلامي انقلاب د مشر خورا مهم او کلیدي ویناوې، چې د لوېدیځ له ایران سره د دښمنۍ د اصلي دلایلو په اړه دي، د لوېدیځو فکري مرکزونو پاملرنه هم جلب کړې ده.

د دموکراسیو د دفاع فکري مرکز، چې د امریکا د استازو مجلس ته نږدې دی، د انقلاب د مشر د ویناوو په تحلیل کې لیکلي: آیت‌الله خامنه‌ای لوېدیځ پر دې تورن کړ چې د هسته‌يي موضوع له سوءاستفادې څخه د اسلامي جمهوریت د کمزوري کولو لپاره کار اخلي.

د دموکراسیو د دفاع ویبسایټ د انقلاب د مشر ویناوې داسې تعبیر کړې چې ایران د غني کولو د بندولو نیت نه لري او د سیمې د مقاومت محور د ملاتړ او په ورته وخت کې د خپل هسته‌يي او توغندیز پروګرام د بیا رغولو په اړه ټینګار لري.

دې فکري مرکز د انقلاب د مشر نننۍ ویناوې داسې بللې چې د ۱۲ ورځنۍ تحمیلي جګړې د اسلامي جمهوریت پر ټولو هسته‌يي او سیمه‌ییزو پالیسیو هیڅ اغېز نه دی کړی.

د ایران د اسلامي انقلاب له بریا او د اسلامي جمهوریت له تاسیس وروسته په تېرو څلورو لسیزو کې د خودکفایۍ او داخلي توانمندیانو د پراختیا په برخه کې لوی ګامونه اخیستي او په ستراتیژیکو برخو لکه د تېلو او ګازو صنعت، پتروشیمي، درنو صنایعو او نورو صنعتي برخو کې یې له بهر څخه وابستگی په پام وړ توګه کمه کړې ده.

له بلې خوا، ایراني ځوانو ساینسپوهانو او څېړونکو په پرمختللو ټکنالوژیو لکه نانوټکنالوژي، بنسټیزو حجرو او فضايي صنعت کې حیرانونکي لاسته راوړنې ترلاسه کړې دي.

ایران همدارنګه د علمي او پوهنتوني پرمختګ په لاره کې حیرانونکي بریالیتوبونه لاس ته راوړي دي.

د ټولنې د علمي کچې لوړوالی، د سواد د کچې زیاتوالی، د علمي مرکزونو، ښوونځیو او پوهنتونونو وده، په بېلابېلو علمي برخو کې د محصلینو د شمېر وده، د علمي مقالو او ارجاعاتو په شمېر کې د ایران لوړ رتبه، د اختراعاتو ثبت او په نانو، هسته‌يي، فضايي او بنسټیزو حجرو ټکنالوژي کې برتري، د اسلامي جمهوریت د مهمو علمي او ټکنالوژیکي لاسته راوړنو په توګه شمېرل کېږي.

همدارنګه د پوهنتونونو د شمېر د پام وړ زیاتوالی د ایران د علمي پرمختګ یو بل معیار بلل کېږي. د ایران د پوهنتونونو شمېر، چې د انقلاب له مخکې شاوخوا ۱۵ واحدونه وو، اوس له ۲۶۴۰ واحدونو څخه زیات شوی دی.

د هېواد د محصلینو د شمېر زیاتوالی د انقلاب وروسته کلونو کې د علمي پرمختګ یو بل شاخص دی. په داسې حال کې چې د انقلاب له مخکې د پوهنتونونو د محصلینو شمېر له ۱۵۵ زرو کسانو څخه زیات نه و، نن ورځ په ایران کې له څلورو میلیونو او دوه سوه زرو زیات محصلین په زده‌کړو بوخت دي.

سربېره پر دې، لوېدیځ له دې وېرېږي چې اسلامي ایران، د یوې دیني ټولنې په توګه چې په بېلابېلو برخو کې ستر پرمختګونه لري، د نړۍ پاملرنه جلب کړي.

د اسلامي جمهوریت پرمختګونه د انقلاب له بریا وروسته داسې دي چې حتی دښمنان یې هم مني او نشي کولی دا رد کړي.

د ایران علمي پرمختګونه او د نوو ټکنالوژیو ترلاسه کول دومره حیرانونکي او غیر متوقع وو چې لوېدیځ، په تېره بیا امریکا، یې سخت اندېښمن کړي او د فشارونو، خنډونو، بندیزونو او وروستیو کې د هسته‌يي موضوع په پلمه د تحمیلي جګړې د پیل لامل شوي دي.

 په حقیقت کې، د اسلامي ایران دښمنان د ایران له  پرمختګونو او د هغه د توانمندیانو له زیاتوالي، په تېره بیا د اقتصادي او سوداګریزو، علمي او تخنیکي، ټولنیزو او کلتوري برخو او همدارنګه د ایران د فعالې بهرنۍ پالیسۍ او نظامي پیاوړي ځواک څخه سخت وېرېږي، او همدا موضوع د دوی له ایران سره د ورځ تر ورځې زیاتېدونکي دښمنۍ لامل شوې ده.