د لوبو خبرونه | د ګوام پر وړاندې د ايران باسکټبال لوبغاړو بریا / د فلسطين د پخواني فوټبال ستوري شهادت 
https://parstoday.ir/ps/news/world-i163226
پارس‌ ټوډی - د ايران ملي باسکټبال ټيم د گوام لوبډلې په وړاندې بریالی شو.
(last modified 2025-08-07T09:51:54+00:00 )
Aug 07, 2025 14:07 Asia/Kabul
  • د ايران د ملي باسکټبال ټيم انځور 
    د ايران د ملي باسکټبال ټيم انځور 

پارس‌ ټوډی - د ايران ملي باسکټبال ټيم د گوام لوبډلې په وړاندې بریالی شو.

د ايرنا د راپور له مخې، د ايران ملي باسکټبال ټيم د ۲۰۲۵ د اسيا جام د ډلې په لومړي سيالۍ کې د چهارشنبې په ورځ د گوام ټيم سره مخ شو او د ۷۷ پر ۵۲ سره يې بريا خپله کړه.

«ارسلان کاظمي» د ايران له خوا د ۱۰ شمېرو، ۱۲ ريباندونو، ۴ پاسونو، ۳ توپ اخيستو او د ۲۶ د کارايۍ سره د دې سيالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

د ايران باسکټبال ټيم په B ډله کې د جاپان، سوريې او گوام ټيمونو سره يو ځای دی. 

 

د فلسطين د پخواني ملي فوټبال ټيم ستوري شهادت

خبري سرچينو د فلسطين د پخواني ملي فوټبال ټيم کپتان او لوبغاړي «سليمان العبيد» د شهادت خبر ورکړ.

هغه د صهيونستي رژیم په برید کې قرباني شوی دی.

دا ۴۱ کلن پخواني ستوری د چهارشنبې په ورځ د غزې په جنوب کې د خوړو د ترلاسه کولو پر مهال د اسرائيلي اشغالګرو له خوا ووژل شو. 

 

د مالیزیا پر وړاندې د ايران د نجونو د فوټبال لوبدلې ستره بریا

د ايران د ۲۰ کلنو کم عمره نجونو فوټبال ټيم د چهارشنبې په ورځ د ۲۰۲۵ د اسيا جام د مقدماتي سياليو په لومړۍ لوبه کې د ماليزيا پر وړاندې د ۳ پر ۰ سره بريالی شو. 

د دې بریا له لارې، د ایران نجونو لوبډلې د راتلونکو پړاوونو پر لور پیاوړی ګام پورته کړ.

دوی خپله دویمه لوبه د جمعې په ورځ، د اګست پر ۸مه له ګوام سره ترسره کوي.