د اربعین د زائرینو پر ضد د صهیونیستي توطئې شنډې شوې
-
«نصیف جاسم خطابي» د کربلا والي
پارس ټوډی - د کربلا والي اعلان وکړ چې د داعش او صهیونیستي رژیم لخوا د اربعین حسیني زائرینو پر ضد یوه ترهګریزه توطئه شنډه شوې ده.
پارس ټوډی د مهر خبري اژانس له قوله خبر ورکړی، چې د کربلا والي «نصیف جاسم خطابي» وویل، د کربلا په ولایت کې د شاهینانو استخباراتي ډلې، د کربلا د تحقیقاتو محکمې تر مستقیم څار لاندې، یوه خورا پټه او دقیق استخباراتي عملیات ترسره کړل.
د جاسم خطابي په وینا، دا عملیات د ۲۲ ترهګرو د نیولو لامل شول، چې د زائرینو په لارو کې د چاودیدونکو توکو د چاودنو، امنیتي ځواکونو او حسیني موکبونو پر ضد بریدونو او په ځانګړي توګه د کربلا په جنوبي برخه کې د زائرینو د مسمولو د هڅو پلان یې درلود.
د کربلا والي زیاته کړه، تحقیقاتو او شواهدو ښودلې چې نیول شویو کسانو د ترهګریزو پلانونو د پلي کولو لپاره چمتو شوي وو او په محکمه کې یې د داعش سره د خپلې اړیکې اعتراف وکړ.