د ټرمپ د تعرفو جګړې په وړاندې د نویو را پورته شوي اقتصادونو غبرګون څنګه و؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i163270
پارس‌ ټوډی  – درې نوي راپورته شوي اقتصادونه، برازیل، هند او چین، د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د بې ساري تعرفو د زیاتوالي په وړاندې قاطع غبرګونونه ښودلي دي. 
(last modified 2025-08-08T11:09:59+00:00 )
Aug 08, 2025 15:39 Asia/Kabul
  • د ټرمپ د تعرفو جګړې په وړاندې د نویو را پورته شوي اقتصادونو غبرګون څنګه و؟

پارس‌ ټوډی  – درې نوي راپورته شوي اقتصادونه، برازیل، هند او چین، د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د بې ساري تعرفو د زیاتوالي په وړاندې قاطع غبرګونونه ښودلي دي. 

د پارس ټوډی د راپور له مخې، واشنګټن په دې وروستیو کې د روس او د هغه د سوداګریزو شریکانو په واریداتي توکو باندې د ۱۰۰ سلنې ګمرکي تعرفو د لګولو وړاندیز وکړ.

 اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې د متحده ایالاتو د ولسمشر د دې وړاندیز اصلي موخه پر درېو هېوادونو – روس، هند او چین – بندیزونه لګول دي.

 دا پرېکړه د اوکراین په شخړه کې د روس د سخت دریځ، د امریکا سره د هند د سوداګریزو خبرو اترو د قاطع دریځ او د چین له خوا د روس سره د اړیکو کمولو څخه د انکار په غبرګون کې شوې ده. 

د مسکو او واشنګټن ترمنځ د اوکراین د جګړې په اړه د تاوتریخوالي د زیاتوالي سره، متحده ایالاتو پرېکړه وکړه چې پر مسکو نور بندیزونه ولګوي او پر کرملین فشار راوړي ترڅو د روس ولسمشر د کاخ سفید شرایط ومني.

د ا هغه اقدام دی، چې ډېری کارپوهان په دې باور دي په پایله کې به د واشنګټن په زیان پای ته رسیږي.

هند د ټرمپ له خوا د ۲۵ سلنه اضافي تعرفې غندنه کړې چې د هند پر صادراتو ټوله تعرفه یې  ۵۰ سلنه ته رسولي. دا تعرفه د دې لپاره لګول شوې چې هند له روسیې د نفتو له پېرودو انکار نه دی کړی.

 هند اعلان کړی چې د مسکو نه به د نفتو پېرل دوام ولري.

هند همدارنګه له روسیې سره د همکاریو د پراخولو لپاره نوی ګام اخیستی او د دواړو هېوادونو تر منځ یو نوی تړون لاسلیک شوی چې د رېل پټلۍ، المونیم، سره‌کې او کانونو په برخو کې به همکاري پراخه شي.

دا غونډه چې د دواړو خواوو له ۸۰ څخه زیاتو چارواکو او متخصصینو په ګډون جوړه شوې وه، چې په کې  دواړو لوریو د لویدیځ له فشار سره سره د همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ.

چین هم د امریکا د فشارونو پر وړاندې ورته دریځ خپل کړی، او ټینګار کوي چې د واشنګټن یو اړخیز او استثنايي چلند ته به غاړه کېنږدي.

په امریکا کې د چین د سفارت ویاند لیو پینګیو، ویلي چې د واشنګټن هڅې چې پیکېن له روسیې سره د همکارۍ پرېښودو ته اړ کړي، ناکامه به وي.

هغه د ټرمپ له خوا پر چین د احتمالي بندیزونو په اړه ویلي: «نړیواله ټولنه، په شمول د چین، له روسیې سره د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې نورمالې همکارۍ لري. دا قانوني او منطقي اقدام دی چې هېڅ بل اړخ ته زیان نه رسوي او باید درناوی وشي

د چین د سفارت ویاند زیاته کړه: «چین تل په کلکه د متحده ایالاتو له خوا د یو اړخیزو، غیر قانوني او غیر موجه بندیزونو او د نام نهاد د بهرني قضاوت د اعمالو سره مخالفت کړی دی. د تعرفو جګړې هیڅ ګټونکی نه لري. زور او فشار به هیڅ پایله ور نه کړي.»

واشنګټن چین ته د ۱۰۰ سلنې تعرفو د لګولو ګواښ کړی او د روس د سوداګریزو شریکانو او متحدانو تر فشار لاندې نیولي ترڅو له روس څخه د تیلو اخیستل ودروي. 

برازیل هم‌مهاله له دې سره چې د امریکا له خوا د صادراتو پر محصولاتو یې ۵۰ سلنه تعرفه لګول شوې، د امریکا پر ضد د نړیوالې سوداګرۍ سازمان (WTO) ته شکایت کړی. برازیل دا شکایت د «مشورې غوښتنه» بللی او دا یې په ژنیو، سویس کې رسمي کړی دی.

د ټرمپ تعرفه د ۲۰۲۵ کال د اګست پر ۶ مه عملي شوې ده. اوس د واشنګټن ډیپلوماټیک پلاوی لس ورځې وخت لري چې د برازیل دې شکایت ته ځواب ورکړي.

دا پرېکړه د برازیل د حکومت او ځینو تجارتي مشرانو له سخت انتقاد سره مخ شوې، چې وایي متحده ایالات غواړي د برازیل په سیاستونو کې مداخله وکړي او د دې هېواد ملي حاکمیت تر پښو لاندې کړي.

د برازیل ولسمشر لولا دا سلوا د متحده ایالاتو د تعرفو په غبرګون کې اعلان وکړ: «اوس د ټرمپ سره د شخصي خبرو اترو وخت نه دی او زه به د بریکس د غړو هېوادونو سره د راتلونکو ګامونو په اړه مشوره کوم.»

هغه زیاته کړې، چې دا ډول خبرې به تحقیر آمېزې وي.

یو له جالبو ټکو دا و چې ټرمپ د نویو تعرفو د توجیه لپاره د برازیل له پخواني ولسمشر ژائیر بولسونارو څخه ملاتړ اعلان کړی و، خو دا سیلوا ټینګار وکړ چې د واشنګټن له خوا د بولسونارو د بښنې غوښتنه نه مني.

د برازیل دریځ ښيي چې برازیلیا نه غواړي له نورو هېوادونو سره شخړه رامنځته کړي، خو تسلیمېدل هم نه مني.

په ټولیزه توګه، د هند، چین او برازیل پر ضد د روس سره د اقتصادي، سوداګریزو او تیلو اړیکو د کمولو یا بندولو لپاره د امریکا د فشارونو د ناکامۍ لاملونه په څو کلیدي محورونو کې څېړل کیدای شي: 

۱. اقتصادي ګټې او د انرژۍ امنیت: روسیه هند او چین ته په تخفیف تېل ورکوي چې د تورم د کنټرول او دوامداره انرژۍ لپاره مهم دي. د روسي تېلو بندېدل د هند کلنۍ وارداتي لګښتونه ۹–۱۱ میلیارد ډالره زیاتولی شي.

۲. خپلواکه بهرنۍ پالیسي: هند او چین د امریکا غوښتنې نه مني او د خپلې انرژۍ پالیسي خپلواکي غواړي.

۳. د فشارونو کارونه د امتیاز اخیستو لپاره:  چین او هند د خپلې انرژۍ پالیسۍ پر خپلواکۍ ټینګار کوي او د واشنګټن د غوښتنو پیروي کولو ته لیوالتیا نه لري. 

۴. د بندیزونو چاپېریدو وړتیا: ځینې شنونکي په دې باور دي چې چین د سوداګریزو خبرو اترو کې د امتیاز اخیستلو لپاره د امریکا فشارونه کاروي. 

۵. د برازیل دریځ: که څه هم برازیل له روسیې سره د تېلو اړیکې نه لري، خو اقتصادي اړیکې غواړي وساتي او د امریکا فشارونو ته تسلیم نه شي.

امریکایي سناتور لیندسي ګراهام (د سنا د جمهوري غوښتونکو له مشرانو څخه) دغه هېوادونه د هند سره د همکارۍ له امله ګواښلي،  خو د هند، چین او برازیل غبرګونونه ښيي چې دا ګواښونه ډېر اغېز نه لري.

دوی خپل اقتصادي او جیوپولیتیکي ګټې د واشنګټن له لومړیتوبونو مهمې ګڼي او د خپلو نړیوالو دریځونو له برکته یې د امریکا پر وړاندې مقاومت کړی دی.