آیا اروپا د ایران پر وړاندې خپل وروستی کارت وکاراوه؟
پارس ټوډې - د فارن پالیسي مجلې په یوه مقاله کې د فرانسې، جرمني او انګلستان له خوا د ایران پر وړاندې د ماشې میکانیزم فعالولو موضوع ته کتنه کړې ده.
د امریکا فارن پالیسي مجلې په دې وروستیو کې په یوه مقاله کې د ماشې میکانیزم د فعالولو د بریالیتوب په اړه شک څرګند کړی او لیکلي دي: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو بېرته راګرځول، ډېر سمبولیک اهمیت لري او نشي کولای د امریکا د بندیزونو په څېر د ایران اقتصاد په نښه کړي. که څه هم روسیه او چین نشي کولای د دې بندیزونو د بېرته راګرځولو مخه ونیسي، خو کولای شي د هغو د پلي کولو مخه ونیسي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، دا کار دې ته وغځېد چې ایران د تېرې اونۍ د اروپا له شرایطو سره موافقه ونه کړه.
د دې شرایطو له مخې، ایران باید د شپږو میاشتو لپاره د بندیزونو د بېرته راګرځولو د ځنډولو په بدل کې، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې څارونکو ته نامحدود لاسرسی ورکړی وای، د ۴۰۰ کیلوګرامه غني شويو یورانیم د ذخیره کولو ځای مشخص کړای وای او له امریکا سره خبرې اترې له سره پیل کړي وای.
خو د اسرائیلو او امریکا له خوا پر ایران باندې بریدونو د دې هېواد تمایل د دې خبرو اترو یا د اټومي انرژۍ ادارې څارونکو ته د لاسرسي ورکولو په اړه کم کړی دی.
له دې سره، درې اروپايي هېوادونه هیلهمند دي چې د خپل وروستي فشار کارت په کارولو او د ماشې میکانیزم په فعالولو سره به وکولای شي د ایران دریځ بدل کړي، خو دا کار ناشونی ښکاري.
د یادونې وړ ده چې جرمني، فرانسې او انګلستان د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د بېرته راګرځولو بهیر، چې د اسنپبک په نوم یادیږي، فعال کړ. دا درې اروپايي هېوادونه، چې د ای۳ په نوم پېژندل کېږي، ټول د ۲۰۱۵ کال د ایران د اټومي تړون غړي وو، چې موخه یې د ایران د اټومي پروګرام د محدودولو په بدل کې د بندیزونو لرې کول وو، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې له دې تړون څخه ووت.