پزشکیان: د ایران او پاکستان د خلکو ترمنځ هېڅ واټن نشته
Sep 01, 2025 14:59 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د دوشنبې په ورځ د پاکستان له لومړي وزیر سره په لیدنه کې د دې په بیان سره چې د ایران د چارواکو احساس دا دی چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ هېڅ واټن نشته، او زیاته یې کړه: موږ لیوال یو چې په ټولو برخو او ساحو کې اړیکې پیاوړې او ژورې شي او د همکارۍ پراختیا مخې ته خنډونه لرې شي.
د پاکستان لومړي وزیر هم په دې لیدنه کې، چې په چین کې ترسره شوه، د دې په بیان سره چې ایران او پاکستان، د سیمې د اسلامي بلاک د دوو غړو په توګه، کولای شي او حتی اړتیا ده چې د لوړو اسلامي موخو د تحقق لپاره یو له بل سره همکاري وکړي، او ټینګار یې وکړ: د دواړو هېوادونو همکارۍ په بېلابېلو برخو کې پر سمه لار روانې دي.
ټیګونه