ټرامپ او د امریکا د منځنیو پېړیو تړونونوته بیرته ګرځیدل
-
د برتانیې پاچا چارلز دریم او د امریکا ولسمشر دونالد ترامپ د پاچاهۍ د ګاډۍ په سر کې سوار
پارس ټوډي - ډونالډ ټرامپ د ولسمشرۍ په دوهم پړاؤ کې ،د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې یو بنسټیز بدلون رامینځته شو؛ داسې ځاي چې نړیوالې معاهدې چې معمولاً د امریکا د کانګرس په تصویب سره رواوالی ترلاسه کوي، په شخصي موافقتونو بدلې شوې.
د امریکا فارین پالیسي (Foreign Policy) نومې مجلې په وروستیو کې په یوه مطلب کې لیکلي: د ټرامپ د ولسمشرۍ په دوهم پړاؤ کې، د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې دوديز او د قانون پر بنسټ پروسه څنګةشوې ده. نړیوالې معاهدې چې د اساسي قانون له مخې د کانګرس په تصویبیدا سره رواوالی ترلاسه کوي، د امریکا د ولسمشر له بهرنیو مشرانو سره شخصي موافقې شوي دي.
د پارس ټوډي د راپور له مخې، دا موافقې او تړونونه په ظاهره د ډیپلوماټیکې لاسته راوړنې په توګه معرفي کیږي، خو په عمل کې ډير شخصي معاملو ته ورته دي او پیاوړی قانوني او اداري بنسټ نه لري. دا ډول بدلون د منځنیو پېړیو د نمونې یادونه کوي چې معاهدې یا تړونونه د پاچا له ارادې او ژوند سره تړلې وي.
د امریکا سیاسي دود ټينګار کوي چې مهمې معاهدې د مشرانوجرګې په درو کې دوه برخې رایې یا د کانګرس اکثریت له لارې تصویب شي څو هیڅ ولسمشر په یوازې سر د هېواد برخلیک بدل نه کړي. خو نن سبا په لسګونو موافقې او تړونونه د کانګرس له مداخلې پرته اعلانیږي او ولسمشر د بهرنۍ پالیسۍ واحد لوبغاړی ګرځي؛ داسې حالت چې د امریکا بنسټګرانو د هغه د مخنیوي لپاره د کنټرول او انډول نظام ډیزاین کړی و.
ستونزه دلته ده چې دا ډول موافقې او تړونونه ممکنه ده مالي پيټی یا پوځي ژمنتیا رامنځته کړي، په داسې حال کې چې د بودیجې د برابرولو اختیار او د جګړې اصلي قوت د امریکا د کانګرس په لاس کې دی. د خلکو له ولسی استازو پرته راي رواوالی نلري او په نړیوال قانون کې هم د دوي اعتبار شکمن دی. له همدې امله ډير داتړونونه په عمل کې پر کمزوري بنسټ ولاړ دي.
د قضيې بل اړخ، پراخ پټ کار کول دي. ډیر ې موافقې په څرګندې نه کیږي او حتی د کانګرس استازي هم د دوی تفصیلاتو څخه بی خبر دي. دا حالت پټو معاهدو ته ډیر ورته دی چې په شلمې پیړۍ کې څو ځله نړیوال بحرانونه رامنځته کړي دي . په ځینو قضیو کې، د موافقو لورو هم د واشنګټن ادعاوې رد کړې دي او همدغې موضوع داخلي او بهرني بې باوري زیاته کړې ده.
روښانه مثالونه ښئي چې دا ستونزه ریښتینې ده. د اوکراین له معدنونو سره اړوند موافقه او د مهاجرینو بیرته د السالواډور او غنا ته د ستنولو تړونونه هغه مثالونه وو چې د دوي متنونه ډير وخت پټ پاتې شول. په اړوندو قضايي پيښو کې، حتی لوړې یا سترې محکمې هم د سندونو له کمښت سره مخ شوي او په پاي کې مجبوره شوي چې موقتي فیصلې صادرې کړي څو حکومت وکولای شي اقدام وکړي. دغې پروسې ښودلې چې د قانوني شفافیت نشتوالی کولای شي جدي ګډوډئ رامنځته کړي.
د دې لارې دوام خطرناک دی، ځکه شخصي موافقې د ولسمشر د رسمي تړونونو ځای نیسي. دا په دې معنا ده چې د سپینې ماڼئ په هر بدلون سره، د امریکا بهرنۍ تړونونه هم به ړنګ شي. دا ډول حالت د متحدانو لپاره د بې ثباتۍ نښه ده او د امریکا سیالانو لپاره د ګټې موقع.
تاريخي تجربه ښئي چې معاهدې او تړونونه هغه مهاله تل پاټې وي چې د قانون جوړونکو ادارو ملاتړ او پشتوانه ولري. له دې پرته په داسې حالت کې ډیر موقتي تفاهم لیکونو ته ورته دي چې د یو کس د ارادې په بدلون سره ړنګیږي. د امریکا بنسټګرانو خبرداری ورکړی ؤ چې د معاهدو او تړونونو اختیار د یوه کس په لاس کې ټولول به ، هېواد د ټاکل شوي سلطنت خوا ته بوځي.