ولې کولمبیا د وسلو د تأمین سیاستونه بدل کړي؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i165278-ولې_کولمبیا_د_وسلو_د_تأمین_سیاستونه_بدل_کړي
پارس ټوډی - د کولمبیا حکومت له صهیونیستي رژیم او امریکا څخه د وسلو د واردولو د بندولو په پرېکړې سره، خپله لومړنۍ کورنۍ طرحه شوې او جوړه شوې تهاجمي وسله معرفي کړه. 
(last modified 2025-09-30T06:52:55+00:00 )
Sep 30, 2025 11:10 Asia/Kabul
  • کولمبیا خپله لومړنۍ کورنۍ تهاجمي وسله معرفي کړه
    کولمبیا خپله لومړنۍ کورنۍ تهاجمي وسله معرفي کړه

پارس ټوډی - د کولمبیا حکومت له صهیونیستي رژیم او امریکا څخه د وسلو د واردولو د بندولو په پرېکړې سره، خپله لومړنۍ کورنۍ طرحه شوې او جوړه شوې تهاجمي وسله معرفي کړه. 

د پارس ټودی د راپور له مخې، کولمبیا خپله لومړنۍ کورنۍ تهاجمي وسله، چې په بشپړه توګه په هېواد کې طرحه شوې او جوړه شوې، وړاندې کړه.

دا وسله به د صهیونیستي رژیم د «جلیل» وسلو ځای ونیسي، هغه وسله چې له ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې په کولمبیا کې کاریدلې.

تر دې وړاندې، کولمبیا د لاتیني امریکا له لویو وسلو واردوونکو هېوادونو څخه و او د خپلو پوځي اړتیاوو لویه برخه یې له اسرائیلو او امریکا څخه پوره کوله. په ځانګړې توګه د «جلیل» وسله، چې له ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې په کولمبیا کې کارېدله، د یاغي ډلو او د مخدره توکو د کارتلونو پر وړاندې د اردو اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول درلود.

خو د کولمبیا د چپ‌گري ولسمشر «ګوستاوو پترو» له خوا د صهیونیستي رژیم د سیاستونو، په تېره بیا د غزې په جګړه او د فلسطینیانو د وژنو په اړه د سختو نیوکو وروسته، له اسرائیلو او امریکا څخه د وسلو اخیستل ودرول شول او د کولمبیا حکومت پرېکړه وکړه چې د وسلو په تولید کې پر ځان بسیاینې ته مخه کړي. 

پترو اعلان کړی چې اردو باید د وسلو د تأمین لپاره خپلې سرچینې برابرې کړي ترڅو ملي حاکمیت پیاوړی کړي، او د کولمبیا د دفاعي سیاستونو لپاره یې نوی لوری ټاکلی دی. 

اوس هغه نوې وسله چې کولمبیا معرفي کړې، ۱۵ سلنه سپکه او ۲۵ سلنه ارزانه ده نسبت د «جلیل» وسلو ته.

دا ګټې نه یوازې د لګښتونو کمولو کې مرسته کوي، بلکې په هېواد کې د وسلو پراخه تولید ته هم لاره هواروي.

 له دې امله چې دا وسله د کولمبیا د جغرافیایي اړتیاوو لپاره په ځانګړې توګه طرحه شوې، د کولمبیا د اردو لپاره به یې کارول او ساتنه خورا اسانه وي. 

همدارنګه، د کورنیو وسلو تولید کولی شي د کولمبیا اقتصاد ته ګڼ فرصتونه برابر کړي.

 د کورنیو وسلو د تولید لین رامنځته کول د صنعتي زیربناوو پراختیا ته اړتیا لري، چې دا پخپله کولی شي د خلکو لپاره د پام وړ کاري فرصتونه رامنځته کړي.

دا اقدام د ټکنالوژۍ د انتقال فرصت هم برابروي، چې کولی شي د نوې ټکنالوژۍ اړوند نورو صنعتونو د پرمختګ لپاره مرسته وکړي.

سربېره پر دې، په داسې حالاتو کې چې ډېری هېوادونه د نړیوالو سیاستونو له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د کورنیو وسلو تولید کولی شي کولمبیا سره مرسته وکړي چې له بهرنیو فشارونو کم کړي او پر واردولو خپله وابستګي راکمه کړي. 

دا اقدام د سیاسي هڅونو ترڅنګ، د کولمبیا پر کورني اقتصاد به هم د پام وړ اغېزې ولري.

په حقیقت کې، دا بریالیتوبونه کولی شي دا سیاست نورو اقتصادي برخو ته هم پراخ شي او هېواد له لوېدیځو هېوادونو څخه پر واردولو له وابستګۍ خلاص کړي.

همدارنګه، په پوځي برخه کې شوې پانګونې پخپله د تولید، ټکنالوژۍ او تخصصي روزنو د زیربناوو د پراختیا لامل کیږي.

لکه څنګه چې اوسمهال د کولمبیا کورنۍ دفاعي شرکتونه د تخنیکي او پوځي موسسو په همکارۍ نوې وسله طرحه کړې او پلان لري چې په راتلونکو پنځو کلونو کې ۴۰۰ زره دا وسله تولید کړي. 

دا تحولات د کولمبیا موقف د لاتیني امریکا په سیمه او حتی نړیواله کچه پیاوړی کوي، په ځانګړې توګه دا چې کولمبیا کولی شي خپله بریالۍ تجربه د کورنیو وسلو په تولید کې نورو پرمختیایي هېوادونو ته انتقال کړي. 

په هر حال، که څه هم دا اقدام د کولمبیا د دفاعي او اقتصادي سیاستونو لپاره د یوې مهمې نقطې په توګه مطرح کیدی شي، خو د مالي سرچینو او ټکنالوژۍ د تأمین په برخه کې له ننګونو سره هم مخ دی، چې د سیمه‌ییزو همکاریو او تعاملاتو په زیاتولو سره پرې برلاسی کېدی شي. 

داسې ښکاري چې د کولمبیا حرکت د وسلو په تولید کې د پرځان بسیاینې په لور د لاتیني امریکا نورو هېوادونو لپاره یو د پام وړ بېلګه کیدی شي.

دا بهیر ممکن د سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د دفاعي او ټکنالوژیکي همکاریو پراختیا ته لاره هواره کړي او د بهرنیو ګواښونو او نړیوالو فشارونو پر وړاندې د دې هېوادونو موقف پیاوړی کړي.

په پایله کې، د دې تحول راتلونکی لید، د سیاسي اغېزو ترڅنګ، کولی شي د کولمبیا او په پایله کې د لاتیني امریکا هېوادونو اقتصادي او پوځي ځواک زیات کړي.