مادورو: ونزویلا به هیڅکله د هیڅ استکباري امپراتورۍ انګړ نه‌شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i165376-مادورو_ونزویلا_به_هیڅکله_د_هیڅ_استکباري_امپراتورۍ_انګړ_نه_شي
پارس‌ ټوډی- د ونزویلا ولسمشر د متحده ایالاتو د دولت د مخ په زیاتېدونکو ګواښونو په منځ کې ټینګار وکړ چې ونزویلا به هیڅکله د هیڅ استکباري امپراتورۍ انګړ، مستعمره یا غلام نه‌شي. 
(last modified 2025-10-02T09:39:18+00:00 )
Oct 02, 2025 14:07 Asia/Kabul
  • مادورو: ونزویلا به هیڅکله د هیڅ استکباري امپراتورۍ انګړ نه‌شي

پارس‌ ټوډی- د ونزویلا ولسمشر د متحده ایالاتو د دولت د مخ په زیاتېدونکو ګواښونو په منځ کې ټینګار وکړ چې ونزویلا به هیڅکله د هیڅ استکباري امپراتورۍ انګړ، مستعمره یا غلام نه‌شي. 

د ونزویلا ولسمشر «نیکلاس مادورو» د ونزویلا د بولیواري پوځي پوهنتون په یوه غونډه کې په خپله وینا کې وویل: موږ به هیڅکله د هیڅ استکباري امپراتورۍ انګړ، مستعمره یا غلام نه‌شو.

هغه زیاته کړه: د ملت اوسنۍ موضوع د «میهن یا مرګ» ترمنځ انتخاب نه‌دی، بلکې د «خپلواکۍ او مستعمره کېدو» یا «غلامۍ او ازاد ملت کېدو» ترمنځ دی.

د ونزویلا ولسمشر د متحده ایالاتو له خوا د دغه لاتیني امریکا هېواد پر وړاندې د تجاوز ګواښونو په منځ کې وویل: که دوی پر ونزویلا تېری وکړي، موږ به یو ځل بیا د یو متحد پوځ په توګه د هر ډول امپریالیستي تېري پر وړاندې ودریږو.