صربستان: د ټاتو غړي د جګړې لپاره چمتووالی نیسي
پارس ټوډی- د صربستان ولسمشر الکساندر ووچیچ د ناټو هېوادونو د دفاعي بودجې زیاتوالي ته په اشارې وویل: د دې نظامي سازمان غړي د جګړې لپاره چمتووالی نیسي.
ووچیچ د خبریالانو سره په خبرو کې وویل: د ناټو د غړو هېوادونو د دفاعي بودجې زیاتوالی د راتلونکي پوځي شخړو لپاره د چمتووالي نښه ده.
هغه وویل: د ناټو غړو د دفاعي بودجې برخه د کورني تولید تر ۵٪ پورې زیاتول دا په ډاګه کوي چې ټول د جګړې لپاره چمتووالی نیسي؛ یوازې دا مسئله ده چې څوک به د کوم اړخ سره وي.
ووچیچ، د هر ډول پوځي شخړو څخه د مخنیوي غوښتنه وکړه او ویې ویل: کله چې دفاعي بودجه له ۲٪ څخه ۵٪ ته لوړېږي، دا یو روښانه نښه ده.
هغه د دې پریکړې اقتصادي اغېزو ته په اشارې وویل: د پوځي بودجې زیاتوالی به په اقتصادي وده، نوو ټیکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا کې پانګونې کمې کړي.
ووچیچ د کپنهاګن د اروپايي اتحادیې د مشرانو د غونډې د فضا په اړه انتقاد وکړ او ویې ویل: هیڅوک نور د بل خبرې اورېدو ته چمتو نه دی، ټول په جدي توګه د جګړې لپاره چمتووالی نیسي، له همدې امله د نورو موضوعاتو په اړه خبرې کول ستونزمن شوي دي.