مکرون: په غزه کښې اوربند ډیر کمزوری دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i166210-مکرون_په_غزه_کښې_اوربند_ډیر_کمزوری_دی
د فرانسې ولسمشر د غزې د وضعیت د نازکوالي په هکله په خبرداري سره، د سرحدونو د سمدستي خلاصیدو او د انساني مرستو د لیږل کیدو په ضرورت ټینګار وکړ.
(last modified 2025-10-22T01:23:32+00:00 )
Oct 22, 2025 05:48 Asia/Kabul
  • مکرون: په غزه کښې اوربند ډیر کمزوری دی

د فرانسې ولسمشر د غزې د وضعیت د نازکوالي په هکله په خبرداري سره، د سرحدونو د سمدستي خلاصیدو او د انساني مرستو د لیږل کیدو په ضرورت ټینګار وکړ.

امانوئل مکرون د سلوانیا له له وزیراعظم سره په ګډه خبري غونډه کښې وویل چې د حماس او اسرائیلو ترمینځ له اوربند سره سره د غزې حالات لاهم نازک او خراب دي.

مکرون د غزې خلکو ته د خوړو، درملو او طبي سازوسامان د لیږلو لپاره د سرحدونو او انساندوستانه لارو د خلاصیدو په چورلټ لومړیتوب ټینګار وکړ.

د فرانسې ولسمشر همداشان د سیمې په روغتونونو کښې د درملنې لپاره له غزې د زخمیانو او د زیانمنو شویو کورنیو د ایستلو په لړ کښې مرسته هم ضروري وبلله