مادورو امریکا ته خبرداری ورکړ/ ټرامپ: نتانیاهو دې عفوه شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i167108-مادورو_امریکا_ته_خبرداری_ورکړ_ټرامپ_نتانیاهو_دې_عفوه_شي
پارس تودی-نیکولاس مادورو، د ونزویلا ولسمشر، د دې هیواد په سواحلو کې د امریکا د تر ټولو لوی الوتکې وړونکي بېړۍ د ځای پر ځای کېدو په غبرګون کې خبرداری ورکړ چې که د امریکا امپریالیزم کودتا لپاره اقدام وکړي یا هم ونزوئلا ته زیان ورسوي، دمپګړي به د عامه تیارسی او جګړې امر خلګو ته صادر شي.
(last modified 2025-11-13T23:49:28+00:00 )
Nov 13, 2025 10:39 Asia/Kabul
  • د ونزوئلا ولسمشر نیکولاس مادورو
    د ونزوئلا ولسمشر نیکولاس مادورو

پارس تودی-نیکولاس مادورو، د ونزویلا ولسمشر، د دې هیواد په سواحلو کې د امریکا د تر ټولو لوی الوتکې وړونکي بېړۍ د ځای پر ځای کېدو په غبرګون کې خبرداری ورکړ چې که د امریکا امپریالیزم کودتا لپاره اقدام وکړي یا هم ونزوئلا ته زیان ورسوي، دمپګړي به د عامه تیارسی او جګړې امر خلګو ته صادر شي.

د پارس تودی له راپور سره سم، امریکا له مخدره موادو سره د مبارزې په پلمې سره، د یوه جنګي بېړې منجمله د نړۍ تر ټولو د لویې تیاره وړونکې کښتۍ په راوستلو سره، له ونزوئلا سره نژدې خپل فوځي حضور یې په بې سارې توګه زات کړی دی؛ داسي یو اقدام چي کاراکاس یې د خپلې واکمنۍ په وړاندې مستقیم ګواښ بوري. مادورو د امریکا د دغې فوځي ځواک نندارې په وړاندې په بې پروایی سره، ټینګار وکړ چې هیڅ بهرنی هېواد نشي کولی خپله اراده پر خپلواکو ولسونو تحمیل کړي. په همدې حال کې ونزویلا د خپل هېواد په ټولو برخو او په ځانګړې ډول په سواحلو کې د پوځي ځواکونو پراخه ځای پر ځای کولو خبر ورکړی څو د امریکایي سمندري ځواکونو له شتون سره  مقابله وکړي.

د بنیامین نتانیاهو په دوسیه کې د ټرمپ مستقیم لاسوهنه

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر «دونالد ټرمپ» د د صهیونیستي رژیم ولسمشر «اسحاق هرتزوګ» ته د یوې رسمي لیک په لېږلو سره غوښتنه وکړه چې د دې رژیم لومړی وزیر «بنیامین نتانیاهو» له لګول شویو تورونو څخه په بشپړه توګه معاف کړي. ټرمپ له سپینې ماڼۍ څخه د اسحاق هرتزوګ لپاره د یوې رسمي لیک په لېږلو سره، له حماس سره د اوربند له هوکړې مخکې نیواکي ټاټوبو ته د سفر پر مهال په کنست د خپلو خبرو په یادونې سره لیکلي دي: «په داسې حال کې چې اسرائیل رژیم له تېرو درېیو سختو کلونو څخه تېرېږي، له تاسو څخه غواړم چې بنیامین نتانیاهو په بشپړه توګه معاف کړئ.»

دا لیک په داسې حال کې لېږل شوی چې محکمه د مالي فساد له امله تر اوسه څو ځله د نتانیاهو په خلاف غونډه کړې ده او د هغه سیاسي مخالفین باور لري چې د اسرائیل لومړی وزیر د جګړې په پیلولو او بحران په رامنځته کولو سره، غواړي محکمه وځنډوي او د احتمالي محکومیت مخنیوی وکړي له ۲۰۲۰ کال راهیسې د رشوت او درغلۍ په تور په درې دوسیو کې د نتانیاهو محاکمه روانه ده او تر اوسه په دې اړه هیڅ حکم نه دی صادر شوی. هغه همدارنګه د غزې په جګړه کې د جنګي جنایتونو د ترسره کولو له امله د نړیوالو عدالتي ادارو له خوا تعقیبېږي.