چین ته د جولاني د رژیم د خارجه وزیر سفر
-
د جولانی خارجه وزیر
ځینې رسنیو ویلي دي چي په سوریې کې د جولانې د رژیم د بهرنیو چارو وزیر الشیباني له چینایي چارواکو سره د مذاکراتو په موخه چین ته سفر کوي.
د ایسنا له راپور سره سم، د سوریې د رژیم د بهرنیو چارو وزیر «اسعد الشیبانی» د چین د هیواد په رسمي بلنې سره، دغه هیواد ته د خبرو اترو په موخه سفر کوي.
ټاکل شوې وه چي دا سفر څه موده مخکې تر سره شي، خو د نامعلومو دلایلو له امله ځنډ سره مخ شو.
دې نه مخکې د سوریې د رژیم خارجه وزیر د دې هیواد له الاخبار سره په مرکه کې ویلي وه، چین ته بلل شوی دی او ډېر ژر به چین ته په رسمي سفر لاړ شي.
هغه ویلي دي چي جولانې رژیم له چین سره یې خپلې اړیکې اصلاح کړي دي، ځکه چي د سوریې د بیارغونې په بهیر کې چین ته اړتیا لرو.
دا په داسي حال کې دی چي له دې مخکې چین د بشار اسد له حکومت څخه ملاتړ کول.