اذربایجان جمهوریت او قزاقستان د صهیونیستي رژیم د تیلو تامینیوونکې دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i167260-اذربایجان_جمهوریت_او_قزاقستان_د_صهیونیستي_رژیم_د_تیلو_تامینیوونکې_دي
د تېلو د بدلون نړیوالې موسسې   Oil Change International په خپل تازه راپور کې اعلان وکړ چي په غزې باندې د اسرائیل رژیم د الوتکو د دوامداره بمباریو لپاره تېل، د اذربایجان جمهوریت او د قزاقستان له خوا تامین شوي دي
(last modified 2025-11-16T07:38:23+00:00 )
Nov 16, 2025 11:42 Asia/Kabul
  • اذربایجان جمهوریت او قزاقستان د صهیونیستي رژیم د تیلو تامینیوونکې دي

د تېلو د بدلون نړیوالې موسسې   Oil Change International په خپل تازه راپور کې اعلان وکړ چي په غزې باندې د اسرائیل رژیم د الوتکو د دوامداره بمباریو لپاره تېل، د اذربایجان جمهوریت او د قزاقستان له خوا تامین شوي دي

د دې موسسې په راپور کې راغلی دی چي په غزې باندې د اسرائیل رژیم د دوه کلنی یرغل پر مهال، د نړۍ ۲۵ هیوادونو کابلو ۲۱ میلیوڼ ټنه اومه تېل او د جیټ الوتکو سونګ یې، اسرائیل رژیم ته ورلېږلې دي.

د دې راپور له مخې، تر ټولو زیات تېل د اذربایجان جمهوریت، قزاقستان، روسیې او امریکا له خوا صهیونیستي رژیم ته صادر شوي دي.

خو په ځانګړې توګه د جیټ الوتکو سونګ بیا د اذربایجان جمهوریت او قزاقستان له خوا اسرائیل رژیم ته ورکول شوي، په داسي ډول چي د دې رژیم د تېلو ۷۰ سلنه، د همدغو دواړو هیوادونو له خوا تامین شوي دي.