اکسفورډ اتحادیه؛اسرائيل د لويدیځې آسیا تر ټولو لوی ګواښ دی
پارس ټوډي – اکسفورډ اتحادئې په یوې اعلامیې کې صهیونیستي رژیم د لوېدیځې اسیا سیمې د ثبات لپاره یو ستر ګواښ بللی دی.
د پارس ټوډي د راپور له مخې، اکسفورد اتحادئې د اکسفورډ پوهنتون په اجازت سره په ترسره شوې یوې مناظرې کې په خپلې وروستۍ مباحثې کې پرېکړه وکړه چې د ځینو ادعاګانو په اپوټه، دا ایران نه ،بلکې صهیونیستي رژیم اسرائیل دي چې د لوېدیځې آسیا لپاره ستر ګواښ جوړوي.
دا مناظره د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د پخواني لومړي وزیر محمد اشتیه او د بشري حقوقو له وکیل هیلل نویر سره ترسره شوه، او د بحث اصلي چورلیز ئې په سیمې کې د اسرائيلي رژیم د بېثباته کوونکي رول ارزونه وه.
اشتیه د دې نظر په دفاع کې صهیونیسټي رژیم یو «استعماري او پراختیا غوښتونکی رژیم» وباله چې بیا بیا د ملګرو ملتو د پرېکړهلیکونو خلاف ورزي کوي. له قانون څخه بهر کړنې ترسره کوي او د فلسطینيانو په وړاندې د آپارټاید سیاستونه پر مخ وړي.
د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو پخواني لومړي وزیر همدارنګه د اسرائيلي رژیم د نیواک، جنایتونو او نسلوژنې یادونه وکړه او ټینګار ئې وکړ چې دا رژیم په سیمې کې د پرله پسې شخړو د رامنځته کولو له لارې د بېثباتۍ اصلي عامل دی.
د اکسفورد اتحادئې غړو په ۲۷۸ موافقو رایو او ۵۹ مخالفو رایو سره هغه طرحه تصویب کړه چې د اسرائيلي رژیم «یو آپارټاید رژیم او د نسلوژنې مسؤل» معرفي کوي.
دا رایګیري په داسې حال کې ترسره شوې چې صهیونیستي رژیم په دې وروستیو کې د امریکا د کرغیړن ولسمشر ډونالد ټرمپ د سولې د طرحې په اړه له حماس غورځنګ سره یوې هوکړې ته رسېدلی او همدارنګه د نړیوال عدالت په محکمې کې د نسلوژنې له قضیې سره مخ دی
همدارنګه، په ایران باندې د اسرائيلو په بریدونو کې له زرو څخه زیات کسان چې په هغو کې پوځي قوماندانان او ایټمي ساینس پوهان، عام خلک ښځې او ماشومان هم شامل وو، شهیدان شول او عمومي مرکزونه په نښه شول چې دا د نړېوالې جګړې د قوانینو څرګنده سرغړونه بلل کېږي.