د اروپا پاکه هوا؛ د افریقا آلوده خاوره
پارس ټوډې - اروپا تل په لوړ غږ سره اعلانوي: «موږ د چاپېریال ساتنې اتلان یو!» خو کافي ده چې پرده ترشا کړو څو ووینو ریښتینی اتل یعنې بلې قارې ته د خپلو کثافاتو لېږلو اتل څوک دی ؟
په لوهاور بندر کې، خراب شوي یخچالونه، تشې بېټرۍ او د موټرو ککړوونکي پرزې د خپل لوی سفر انتظار باسي. هغه سفر چې پاسپورټ ته اړتیا نه لري؛ یوازې د «صادراتو» یو لیبل کافي دی.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، اروپا په ویاړ سره اعلانوي چې: «زموږ هوا پاکه شوې ده.» خو هېروي چي دا هم ورزیات کړي: «ځکه چې لوګي او کثافات مو مالي، نایجیریا او د عاج ساحل ته لېږلي دي.»
د چاپېریال ساتنې شعارونه هم تر ډېره د جامو منځلو پوډرو اعلانونو ته ورته دي: «پاکه ځمکه، روښانه راتلونکی» … البته په دې شرط چې خپل کثافات د نړۍ په بل ځای کې پرېږدئ. د شنو ټکنالوژیو د صادراتو پر ځای، اروپا خپل کثافات صادروي. نو که یوه ورځ مو واورېدل: «افریقا د نړۍ راتلونکی دی»، ممکن داسې پوه شو چې: د ماتو یخچالونو او زنګ وهلو کمپرسورونو څخه ډک راتلونکی.