هسپانوۍ اداکارې د غزې پر نسل وژنې اعتراض وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i167702-هسپانوۍ_اداکارې_د_غزې_پر_نسل_وژنې_اعتراض_وکړ
پارس‌ ټوډی –هسپانوي اداکارې آدریانا اوگارته، په ټینګار سره ویلي چې د غزې نسل‌ وژنه لا هم پای ته نده رسیدلې او له نړیوالو یې غوښتي چې د فلسطین له قضيې څخه پام وانه ړوي.
(last modified 2025-11-26T06:13:03+00:00 )
Nov 26, 2025 10:41 Asia/Kabul
  • «آدریانا اوگارته» هسپانوي اداکاره
    «آدریانا اوگارته» هسپانوي اداکاره

پارس‌ ټوډی –هسپانوي اداکارې آدریانا اوگارته، په ټینګار سره ویلي چې د غزې نسل‌ وژنه لا هم پای ته نده رسیدلې او له نړیوالو یې غوښتي چې د فلسطین له قضيې څخه پام وانه ړوي.

آدریانا اوگارته دا خبرې د «آلمریا» د فلم جشنواره کې د خپل د جايزې د ترلاسه کولو پر مهال وکړې.

هغې د غزې پر روانو تاوتریخوالو خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې اوربند نیمګړی دی او د مرستو رسولو لارې چارې تر اوسه بشپړې فعالې شوې نه دي.

د پارس‌ ټوډی د خبر له مخې چې د مهر له اژانس څخه اخیستل شوی، دې هسپانوي اداکارې په غزه کې د اسرائيلو لخوا پر دوامدارې نسل‌ وژنې سخت غندنه وکړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د اوربند له راپورونو مه غولېږئ.

اوگارته په ټینګار وویل چې «نسل‌ وژنه پای ته نه ده رسېدلې» او به رسنیو یې نیوکه وکړه، چې د جګړې نیمګړی تصویر وړاندې کوي.

هغې زیاته کړه: لا هم هېڅ بشپړ انساني دهلېز نه دی جوړ شوی څو ډاډ ترلاسه شي چې اړینې مرستې، لکه طبي وسایل، خواړه او اوبه، هغو ملکي وګړو ته ورسېږي چې د جګړې په سیمه کې راګیر دي.

هغې همدارنګه زیاته کړه: نړیوال تجارت، ديپلوماتیک تعاملات او د وسلو اړوند اړیکې له «اسرائيلو» سره لا هم روانې دي، او دا ښيي چې هغه پراخ سیستمونه چې تاوتریخوالي ته لاره هواروي، لا هم پر ځای ولاړ دي.

اوگارته، چې هغو سیمو ته یې هم اشاره وکړه چې ملکي وګړي په کې لا هم د نسل‌ وژنې له امله کړاو ویني، وویل: «راځئ چې له فلسطین څخه سترګې وانه ړوو، له سوډانه هم سترګې مه اړوئ