امریکا د ۱۹ هېوادونو د کډوالو د کډوالۍ ټول غوښتنلیکونه ودرول
امریکا د ګرین کارډ او تابعیت غوښتنو په ګډون د ۱۹ هېوادونو د کډوالو د کډوالۍ اړوند ټول غوښتنلیکونه بند کړل.
د امریکايي رسنیو د خبر له مخې، هغه هېوادونه چې د دوی غوښتنلیکونه درول شوي، په کې افغانستان، ایران، لیبیا، میانمار، سومالیا، سوډان، ترکمنستان، یمن او نور شامل دي.
د USCIS په وینا، د دې هېوادونو اتباعو ټولو دوسیو ته — د تایید یا رد په اړه — وروستۍ پرېکړې درول شوې دي، حتی هغو کسانو ته چې د تابعیت ترلاسه کولو وروستي مرحلې ته رسېدلي وو.
دغه اقدام د هغه افغان وګړي د برید له پېښې وروسته ترسره شو چې تېره اونۍ یې د سپینې ماڼۍ ترڅنګ پر نیشنل ګارډ ځواکونو ډزې کړې وې.
په برید کې یو عسکر وژل شوی او بل سخت ټپي شوی و.
له دغه کړنې وروسته امریکا اعلان وکړ چې د افغان پاسپورټ لرونکو کسانو ته د وېزو اجرا به ودرول شي، او د پناه غوښتنې اړوند ټولې پرېکړې به تر نورو خبرتیاوو پورې ځنډول کېږي.