مصري لیکوالې د بریکس ادبي جایزه وګټله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i168004-مصري_لیکوالې_د_بریکس_ادبي_جایزه_وګټله
پارس ټوډې – یوه وتلې مصري لیکواله د بریکس نړیوالې ادبي جایزې لومړنۍ ګټونکې اعلان شوه.
(last modified 2025-12-03T11:34:23+00:00 )
Dec 03, 2025 16:02 Asia/Kabul
  • مصري لیکوالې د بریکس ادبي جایزه وګټله

پارس ټوډې – یوه وتلې مصري لیکواله د بریکس نړیوالې ادبي جایزې لومړنۍ ګټونکې اعلان شوه.

د بریکس له لوري لومړۍ نړیواله ادبي جایزه، چې موخه یې د معاصرو لیکوالانو ملاتړ او د دغې اتحادیې د غړو ملتونو د فرهنګي او معنوي ارزښتونو پیاوړتیا ده، په روسیه کې د خاباروفسک د کلتور ماڼۍ په مراسمو کې مصري لیکوالې «سلوي بکر» ته ورکړل شوه.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د بکر انتخاب – چې اووه ناولونه او اووه لنډو کیسو ټولګې یې لیکلي دي – د عربي ادبیاتو نړیوال ارزښت او د بریکس د هېوادونو له لوري د ښځینه لیکوالانو او متنوع فرهنګي روایتونو د ستاینې څرګندونه ده.

د بریکس ادبي جایزې استازی او د اورآسیایي رسنیز ګروپ عمومي مدیر «سرګي دمینسکي» وویل: « د بریکس نړیوالې ادبي جایزې لومړنۍ ګټونکې په توګه د سلوي بکر انتخاب زموږ د هېوادونو د ناشرانو او فرهنګي بنسټونو لپاره څرګند پیغام دی. زه ډاډه یم چې د هغې آثار به روسي ژبې ته وژباړل شي او نوم به یې د پراخو مخاطبانو ترمنځ وپېژندل شي.»

د سلوي بکر ترڅنګ د بېلابېلو هېوادونو نورو نوماندانو هم حضور درلود؛ لکه آنا ماریا ګونزالس (برازیل)، سونو سِني (هند)، ما بویونګ (چین)، ریم الکمالي (امارات)، ابره آدامو (اتیوپیا)، نتابیسېنګ جاه‌روز جافتا (جنوبي افریقا), دني JA (اندونیزیا)، الکسي وارلاموف (روسیه) او منصور علي‌مرادي (ایران).

همداراز، د اصلي جایزې ترڅنګ «د ادبیاتو نوښت» په نوم ځانګړې جایزه د اندونیزیا لیکوال «دني جي اې» (Denny JA) ته ورکړل شوه.